په ترکیه په ځنګلونو کې د رامنځته شوو اورلګیدونو پر خلاف مبارزه دوام لري.

په ترکیه کې په ځنګلونو کې د رامنځته شوو ۲۱۴ اورلګیدونو نه ۲۰۲ يي تر کنټرول لاندې راغلي‌ دي

1687090
په ترکیه په ځنګلونو کې د رامنځته شوو اورلګیدونو پر خلاف مبارزه دوام لري.

 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د هیواد په ځنګلونو کې د رامنځته شوو ۲۱۴ اورلګیدونو نه ۲۰۲ اورلګیدنې تر کنټرول لاندې راغلي‌ دي‌.

ولسمشر اردوغان د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې د هیواد په ځنګلونو کې د روانو اورلګیدونو د وروستي‌ وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې د هیواد په ځنګلونو کې د روانو اورلګیدونو پر خلاف مبارزه د مځکې او هوا له لارې دوام لري. د اور وژنې د الوتکو ، چورلکو او موټرو شمیره د هرې ورځې په تیریدو سره ډیروو. همداشان هیڅکله به اجازه ورنکړو چې زمونږ دا ښکلی هیواد په دښتې بدل شي. اجازه به ورنکړو چې هیواد وچ شي.

ولسمشر اردوغان ویلي دي‌ چې د روانو اور لګیدونو پر خلاف  دا  مبارزه د  ۱۸ الوتکو، ۵۷ چورلکو، ۹ بې پيلوټه الوتکو، ۸۵۰ اور وژنې موټرو او ټانکرانو، ۱۵۰ بیلدوزر او نورو ماشین الاتو او ۵۲۵۰ تنو پر سونل  پر مخ وړ کیږي.

همداشان د خصوصي‌ او ملکي‌ ټولنو په مرسته به هم د بهر نه کرا شوي‌ ۴ الوتکې او یوه چورلکه پدې مبارزه کې برخه واخلي.



اړوند خبرونه