ترکیې امنیتی ځواکونو د جولای په میاشت کې ۱۳۷ تنه ترهګر له منځه وړي دي
د ترکیې د امنیي ځواکونو لخوا د هیواد دننه او بهر د ترهګرو پر خلاف عملیات دوام لري
په ترکیه کې د تیرې جولای په میاشت کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د روانو عملیاتو په ترڅ کې د پي کاکا ترهګري سازمان ۱۳۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.
ترکیې امنیتي سرچینو ویلي دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په چوکاټ کې د هیواد دننه او بهر د روانو عملیاتو په ترڅ کې یواځې د جولای په میاشت کې ۱۳۷ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.
د ترکیې وسله وال ځواکونه، پولیس، ژاندارم ځواکونه او د ملي استخباراتو لخوا په ګډه د پي کاکا او نورو ترهګرو سازمانونو پر خلاف عملیات دوام لري.
امنیتي سرچینو ویلي دي چې د هیواد دننه او بهر د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه دوام لري. د هیواد اتل امنیتي ځواکونه د هیواد د سولې، امنیت، ورورولۍ او ثبات دښمنانو پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي.
همداشان د جولای په میاشت کې پدې عملیاتو کې ۱۸۶ تنه د پي کاکا ترهګري سازمان سره د اړیکو د درلودو په تور نیول شوي دي چې ۴۰ تنه يي د محکمې په حکم زندان ته استول شوي دي.
د جولای په میاشت کې ۲۸ تنه ترهګر امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي چې پدې ډول د تسلیم شوو ترهګرو شمیره ۱۱۴ تنو ته لوړه شوه.