ولسمشر اردوغان د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس سره لیدنه وکړه
ولسمشر اردوغان عبدالله عبدالله حضور ته قبول کړ
1660937
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنه وکړه.
د ویلو ده چې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس په مشرۍ یو جګپوړی هیئت د انتالیا د ډیپلوماسۍ په فورم کې د ګډون په موخه ترکیې ته راغلی دی.
ولسمشر اردوغان نن د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله سره په انتالیا ولایت کې لیدنه وکړه.
د ویلو ده چې پدې لیدنه کې دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې په وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې.