ولسمشر اردوغان : په ترکیه کې په درې کوهیانو کې تیل موندل شوي دي
ولسمشر اردوغان : په توره بحیره کې د ګازو د موندولو نه وروسته داځل په وچه کې د تیل وموندل
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په توره بحیره کې د ۴۰۵ میلیارده متر مکعب ګازو د موندولو نه وروسته دا ځل په وچه کې د تیلو د موندولو په اړه په روانو چارو کې د تیلو کوهیان موندل شوي دي.
ولسمشر اردوغان وویل چې په تیرې یوې میاشت کې په درې جلا جلا کوهیانو کې تیل موندل شوي دي.
د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې د خپل ګوند د ولایتي شورا د رئیسانو غونډې ته وکړې.
ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د سږ کال نه په اعتبار سره به د هیواد اقتصادي په جدي توګه په ځان راټولو پیل وکړي.
هغه وویل چې په توره بحیره کې د ۴۰۵ میلیارده متر مکعب ګازو د موندل کیدو نه وروسته داځل په وچه کې د تیلو د موندولو په خاطر په روانو چارو کې په درې کوهیانو کې تیل موندل شوي دي.
هغه وویل چې د نوو تیلو د موندل کیدو سره به په ۲۰۲۱ کال کې په ترکیه کې د تیلو د تولیداتو ورځنۍ کچه د ۶۱ زره بیلرونو نه واوړي.
ولسمشر اردوغان. نوي اساسي قانون د چارو په اړه وویل چې که چیرې نوی اساسي قانون په ملي شورا کې توصیب او د ملت حضور ته تقدیم کړو دا به یو ډیر فوق العاده کار وي.
زمونږ موخه په ملي شورا ک د اساسي قانون په اړه د ټولو سیاسي ګوندونو ملاتړ ترلاسه کول دي.