د ترکیې د دفاع وزیر: د جنوري د میاشتې راهیسې مو ۱۱۰۷ تنه ترهګر له منځه وړي
د ترکیې د ملي دفاع وزیر : د هیواد دننه او بهر زمونږ هدف د ترهګرو تثبیت او له منځه وړل دي
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د پوره عزم او ارادې سره دوام لري. یواځې د روان کال د جنوري د لومړۍ نیټې نه راپدیخوا تر ننه پورې د پي کاکا ترهګري سازمان ۱۱۰۷ تنو ترهګر له منځه وړل شوي دي.
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر او د ترکېې د وسله والو ځواکونو د قومندانانو سره په ګډه په استانبول د صدف په نامه د کښتۍ جوړولو په فابریکه کې د ترکیې ټي سي جي انادولو په نامه جنګي کښتۍ د چارو نه لیدنه وکړه.
اکار دلته په خپله وینا کې وویل چې ترکیې وسله وال ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته د قوي عزم او ارادې سره دوام ورکوي.
هغه وویل چې د ترکیې وسله وال ځواکونه د هیواد دننه او بهر کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته په ډیره بریالۍ توګه دوام ورکوي.
هغه وویل چې د هیواد دننه او بهر زمونږ یواځنۍ موخه ترهګرو تثبیت او له منځه وړل دي.
هغه وویل چې د ترکیې وسله والو ځواکونو یواځې د جنوري د میاشتې د لومړۍ نیټه نه په اعتبار سره تر ننه پورې ۱۱۰۷ تنه ترهګرو له منځه وړي دي.
هغه وویل چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د اپریل په ۲۳ مه نيټه د عراق په شمال کې د پیل کړو پوځي عملیاتو پر مهال تر اوسه پورې ۱۲۴ تنه ترهګرو له منځه وړي دي.
د هغوې ټول پټنځایونه، د تجمع مرکزونه او څمڅې ټول له منځه وړل شوي دي. امنیتي ځواکونه د هرې تیګې لاندې کنټرولوي.
هغه وویل چې ترکیې د ملي استخباراتو او وسله والو ځواکونو په سوریه کې د پي کاکا ترهګري سازمان د څانګو وای پي جي او پي وای جي مشر صوفي نورالدین د عراق په شمال کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له منځه یوړ. دا ترهګرو د پي کاکا ترهګري سازمان په لیکو کې له منخه وړل شوی دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.