په ترکیه کې د ماشومانو نفوس اعلان شو
د ترکیې د احصایې ادارې د هیواد د ماشومانو نفوس ارقام خپاره کړل
د ترکیې د نفوس ۲ ٪ ۲۷ سلنه ماشومان تشکیلوي. په ترکیه کې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر د میاشتې د ۳۱ نیټې پورې د ماشومانو نفوس ۲۲ میلیونه ۷۵۰ زره او ۶۵۷ تنو ته رسیدلی دی.
د ترکیې د احصایې ادارې په ترکیه کې د ماشومانو د نفوس په اړه ارقام خپاره کړل.
په ترکیه کې د ادرس پر بڼسټ د نفوس د احوالو د ثبت د شمیرو له مخې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر تر ۳۱ نیټې مجموعي نفوس ۸۳ میلیونه ۶۱۴ زره او ۳۶۲ تنه دی چې ۲۲ میلیونه ۷۵۰ زره او ۶۵۷ تنه يي ماشومان تشکیلوي.
د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې په اروپايي ټولنه کې په ۲۷ غړیو هیوادونو کې په اوسط ډول د ماشومانو نفوس ۱۸ عشاریه ۲ سلنه دی.
د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو په منځ کې د ماشومانو تر ټولو د لوړ نفوس خاوند هیواد آیرلنډ دی. ددې هیواد د ماشومانو نفوس ۲۴ عشاریه ۲ سلنه دی. همداشان فرانسه بیا د ۲۱ عشاریه ۶ سلنې سره په دویم کتار کې او سویډن بیا د ۲۱ عشاریه ۱ سلنه ماشومانو نفوس سره په دریم کتار کې ځای لري.
په اروپا کې د ماشومانو تر ټولو د کم نفوس خاوند هیواد ایټالیا دی. په ایټالیا کې د ماشومانو نفوس ۱۵ عشاریه ۸ سلنه دی. همداشان د ماشومانو د کم نفوس په لست کې مالتا د ۱۵ عشاریه ۹ سلنې ماشومانو نفوس سره په دویم او جرمني د ۱۶ عشاریه ۴ سلنې ماشومانو نفوس سره د ماشومانو تر ټولو د کم نفوس خاوند هیوادونو په کتار کې په دریم کتار کې ځای لري.
ترکیه بیا د ۲۷ عشاریه ۲ سلنې ماشومانو نفوس سره د اروپايي ټولنې د هیوادونو په پرتله تر ټولو د لوړ نفوس خاوند هیواد دی.
د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې په ترکیه کې تیر کال هلک ماشومانو تر ټولو زیات د یوسف ، ایمن او مصطفی نومونه ایښودل شوي دي او په نجونو بیا تر ټولو زیات د زینب، اصیل او ایلیف نومونه ایښودل شوي دي.