قالن : امریکا باید د پی وای ډي او وای پي جي ترهګرو نه د ملاتړ نه لاس واخلي

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې امریکا متحده ایالتونه باید د پ وای ډي او وای پ جي ترهګرو سازمانونو نه ملاتړ ته د پای ټکی کیږدي.

1582189
قالن : امریکا باید د پی وای ډي او وای پي جي ترهګرو نه د ملاتړ نه لاس واخلي

 

د ولسمشر اردوغان ویاند د ټي آر ټي خبر په یوې خپرونه کې د ګډون سره د مهمو مسئلو په اړه پوښتنې ځواب کړې. هغه په امریکا کې د بایدن د حکومت په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د بایدن حکومت د ډیرو نوو او مهمو ژمنو سره واک ته ورسید. همداشان بایدن وویل چې د ټرمپ د دورې نه وروسته ډیر مهم ګامونه اوچت کړي.

هغه وویل چې تیره  اونۍ د بایدن د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان سره ټیلیفوني خبرې وکړې او پدې ټيلیفوني خبرو کې د ترکیې او امریکا ترمنځه په اختلافي مسئلو خبرې وکړې.

قالن وویل چې له بده مرغه امریکا اوس هم د پ ک ک د څانګو وای پي جي او پي وای ډي ترهګرو ډلو نه ملاتړ ته دوام ورکوي او په امریکا کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر فعالیتونو سترګې پټوي. دا مسئلې  د ترکیې لپاره د ملي امنیت مسئلې .

هغه وویل چې امریکا او ځینو نورو لویدیځوالو غوښتل چې د سوریې په شمال کې د ترکیې د پولو نه پورې غاړې ته ترهګری دولت جوړ کړي چې ترکیې ددې ترهګري دولت د جوړولو مخه ونیوله.

هغه پر امریکا غږ وکړ چې نور باید ددې ترهګرو نه ملاتړ کولو نه لاس واخلي او په خپل هیواد کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د فعالیتونو مخه ونیسي.

هغه وویل چې د ترکیې او امریکا ترمنځه موجودي ستونزې یواځې او یواځې د متقابل درناوي سره حل کیدلی شي.

قالن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند لخوا په ترکیه کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان سره د اړیکو په تور د زنداني عثمان قاوالا په اړه د څرګندونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې " د هر څه نه مخکې د قاوالا د محاکمې بهیر دوام لري. ټول هیوادونه د امریکا په ګډون باید د محاکمې بهیر او محاکمو پریکړو ته درناوی وکړي. لکه څرنګه چې په امریکا او یا بل کوم هیواد کې د یوې روانې محاکمې د بهیر په اړه زمونږ  څرګندونې او یا داسې وکړۍ او هغه سې وکړۍ  بیانونه ناسم بلل کیږي او ناسم دي همداشان د امریکا او یا نورو هیوادونو لخوا په ترکیه کې د یوې روانې محاکمې د بهیر په اړه څرګندونې ناسمې دي. هر سړی باید د یو بل هیواد محاکمو پریکړو ته درناوی وکړي."



اړوند خبرونه