ولسمشر اردوغان : د ترکیې پر خلاف اقتصادي او ترهګریز بریدونه تصادف ندی بلکې قصدي دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې پدې وروستیو کلونو کې د ترکیې پر خلاف د اقتصادي بریدونه نه نیولې تر ترهګریزو بریدونو پورې  هیڅ یو يي تصادف ندی.

1578653
ولسمشر اردوغان : د ترکیې پر خلاف اقتصادي او ترهګریز بریدونه تصادف ندی بلکې قصدي دي

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د استانبول د دولمه باغچه په مانۍ کې د ډیموکراټانو د نړۍوالې ټولنې د عمومي رئیس کوکسال کوش او ورسره مل هئیت سره  په لیدنه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې د تیر یو کال راهیسې ټول بشریت د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې سره لاس او ګریوان دی.

هغه وویل د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په ګډون یو زیات شمیر هیوادونه پداسې حال کې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ لاس او ګریوان شول چې هیڅډول چمتوالی نه درلود. خو د الله ج نه د شکر ځای دی چې ترکیې دا بهیر په ډیر ښه توګه مدیریت کړ. پداسې حال کې چې مونږ په نړۍ کې د بې توجهي نه د انسانانو د مړینې، حتا ډاکټرانو او روغتیايی پرسونل ته د ماسکونو د نه موندل کیدو، د زړو د پالنې په مرکزونو کې زړه بوږنوونکو پیښو شاهدي وکړه  خو د الله نه شکر ګذاره یو چې په ترکیه کې یوه هم داسې پيښه نده رامنځته شوې. په یو زیات شمیر هیوادونو کې یو داسې حالت رامنځته شوی دی چې خلک د خپلو مړو د خښولو لپاره قبرونه نشي موندلی. دا پیښې په اصل کې د نړۍ تر ټولو په پرمختللو هیوادونو کې رامنځته شوي دي.

خو د ډیر زیات شکر ځای دی چې ترکیې یواځې په هیواد کې نه بلکې د هیواد نه بهر هم خپل وګړي یواځې ندي پریښې . حتا هلته يي ورته هم لاس اوږد کړی او د اړتیا په صورت کې په ځانګړو امبولانس الوتکو کې هیواد ته راانتقال او تداوي کړي دي.

ترکیې پدې بهیر کې د جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو ستر د تخلیې عملیات ترسره کړل. د ۱۴۱ هیوادونو نه مو څه باندې ۱۰۰ زره تنه هیوادوالو په ځانګړو الوتکو کې هیواد ته راستانه کړل. دوې مو خپلو کورنیو ته راستانه کړل.

ترکیې په اصل کې ټولې نړۍ ته د خپل دولت عظمت وښود. خپل تاریخ ، مدنیت ،انساني ارزښتونو او خپلو وګړو ته په کومه انداره اهمیت قایل دی وښود.

ولسمشر اردوغان وویل چې پدې وروستیو کلونو کې پر ترکیې د اقتصادي او ترهګریزو په ګډون په یو زیات شمیر برخو کې بریدونه تصادف ندی.

نن ورځ هغه برخې چې په لیبیا، سوریه، ايژې، ختیځې مدیترانې او په قره باغ کې په ترکیې زور بر نشو له بده مرغه چې  د بې بڼسټه او غیرې متکي میتدونو ، بې بڼسه ادعاګانو او ناسمو او ناحقو تورونو سره د خنډونو د رامنځته کولو هڅې کوي. همداشان په اروپا کې د کرونا ویروس سره ښه بارز او ښکاره شوي ترک او مسلمان دښمنۍ د لاملونو نه  یو هم همدا خبره ده.

له بده مرغه چې پدې وروستیو کې د چا خبره هره ورځ  پر ترکانو او مسلمانانو د بریدونو او د حقونو د حقونو د غضبولو خبرونه ترلاسه کوو. همداشان د نیونازي ترهګرۍ نه د مسلمانانو ترڅنګ هغه ډلې او برخې چې مسلمانانو  ته ورته دي هم ډیر اغیزمنیږي. په ځانګړې توګه په اروپا کې  د مسلمانانو پر جوماتونو، ټولنو ، ښوونځیو، دوکانونو د بریدونو کچه ډیرې لوړې سویې ته چې تصور يي ګران دی رسیدلې ده.

په سویډن کې د قرانکریم سوځول، په ناروې کې د قرانکریم څیرې کول ، د وینا د ازادۍ پر نامه د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد ص ته سپکاوی او د هغه کاریکاتورونو نشرول او نور هم دې کار ته هڅول زمونږ په مقدساتو د بریدونو نمونه د مثال ده.

خو لویدیځه نړۍ ددې زهرجنې سرطاني دانې چې د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لویدو ته د مخنیوي په خاطر د تدابیرو نیولو نه ډډه کوي. پر مسلمانانو او د هغوې پر مقدساتو بریدونو ته د وینا د ازادۍ د پوښ په ورکولو سره سترګې پرې پټوي.

همداشان په عینې وخت کې د اروپا اسلام، فرانسې اسلام او اتریش اسلام په څیر ډول ډول پروژو په عملي کولو سره مسلمانانو تر فشار لاندې نیسې او دوه ګونی چلند کوي.

همداشان نوموړي د افراطیت پر وړاندې د مبارزې په بهانه د جوړو کړو پروژو سره غواړي اروپايي مسلمانانو د خپلو اصلي وطنونو او نړۍ مسلمانانو سره اړیکې پرې کړي. هغوې په یو پنجره کې بند کړي.

مونږ باید ددوې ددې پروژو سره مبارزه وکړو. دا مبارزه البته چې د شدت او تاوتریخوالي سره نه بلکې د علم  او پوهې سره ممکنه ده.



اړوند خبرونه