د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د بهرني سیاست د ارزونې غونډه وشوه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په مشرۍ تیره ورځ د استانبول ښار د واحدالدین په ماڼۍ کې د بهرني سیاست د ارزونې غونډه جوړه شوه.

1569741
د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د بهرني سیاست د ارزونې غونډه وشوه

 

 د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست لخوا د خپور شوي بیان له مخې ، د ولسمشر اردوغان په مشرۍ په جوړه شوې د بهرني سیاست د ارزونې په غونډه کې د ختیځې مدیترانې، لیبیا، قره باغ او سوریې په ګډون د سیمې په وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې او اروپايي ټولنې سره د اړیکو د لا پياوړې کولو په برخه کې په اوچتیدونکو ګامونو بحث او تبادل د نظر وشو.

په بیان کې راغلي دي چې پدې غونډه کې د مختلفو هیوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو نه نیولې تر نړۍوالو پرمختګونو پورې د یو زیات شمیر سرلیکونو او بهرني سیاست په وروستي وضعیت او حالاتو  په اړه ارزونې وشوې.

په غونډه کې  په ترکیه کې د هرې برخې په څیر د بهرني سیاست د اغیزو د لا لوړولو، د هیواد د حق او منافعو نه دفاع  او  د هیواد د اعتبار د لا لوړولو په خاطر د ګامونو د اوچتولو او د پوره عزم او قوي ارادې سره ډیپلوماسۍ او ډیالوګ په دوام ټینګار وشو.

پدې غونډه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون او د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن  هم ګډون کړی وو.



اړوند خبرونه