د ترکیې پر وړاندېز ۲۰۲۱ کال کې په نړۍ کې د روغتیايي پرسونل د کال په توګه اعلان شو

د روغتیا نړۍوال سازمان د ترکیې په وړاندیز ۲۰۲۱ میلادي کال په نړۍ کې د روغتیایي پرسونل د کال په توګه اعلان کړ.

1526442
د ترکیې پر وړاندېز ۲۰۲۱ کال کې په نړۍ کې د روغتیايي پرسونل د کال په توګه اعلان شو

 

ترکیې ویلي دي چې په نړۍ کې ۲۰۲۱ کال د روغتیایي پرسونل د کال په توګه د اعلانولو پریکړه به د روغتیايي پرسونل پر وړاندې  د منت او شکران د احساس د ښکاره کولو یو ډیر ښه انعکاس وي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د ترکیې په مشرۍ د نړۍوالو هلو هلو په نتیجه کې د روغتیا د نړۍوال سازمان لخوا ۲۰۲۱ کال د روغتیايي پرسونل د کال په توګه  اعلان شوی دی.

په بیان کې راغلي دي چې دا پریکړه به د نوي ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ پر خلاف په مبارزه کې په لومړیو صفونو کې مبارزه کوونکو روغتیايي پرسونل پر وړاندې د نړۍ په کچه د منت او شکران د  ښودلو تر ټولو  بیان وي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا د وړاندیز پر منلو ۲۰۲۱ کال کې په نړۍ کې  د روغتیایي پرسونل د کال په توګه اعلان کړ.



اړوند خبرونه