په ترکیه کې د جمهوریت د ۹۷ کلیزه د ځانګړو مراسمو سره لمانځل کیږي

د ترکیې جمهوریت ۹۷ کلن شو

1518029
په ترکیه کې د جمهوریت د ۹۷ کلیزه د ځانګړو مراسمو سره لمانځل کیږي

د اکتوبر ۲۹ مه د ترکیې جمهوریت د ۹۷ یمې کلیزې نه په ټول هیواد، د هیواد نه بهر د هیواد په سیاسي نماینده ګیو او شمالي قبرس ترک جمهوریت کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي.

په پلازمینه انقره کې لومړني مراسم  د ترکیې جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک په مزار انت کبیر کې جوړ شول. د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ دولتي مقاماتو د ترکیې جمهوریت د ۹۷ یمې کلیزې له امله د اتاترک د مزار انت کبیر زیارت وکړ.

ولسمشر اردوغان او ورسره مل هئیت د اتاترک مزار ته د درناوي مراسمو د پر ځای کولو نه وروسته د ګلانو ګیډۍ کیښوده.

وروسته ولسمشر اردوغان د اتاترک د مزار ځانګړی کتاب لاسلیک کړ او داسې پکې ولیکل !

" زمونږ د هیواد د ترقۍ په لاره کې د خنډ رامنځته کولو په خاطر داخلي او بهرني بریدونه زمونږ د مبارزې عزم لا پسې پياوړی کوي او اراده مو لا پسې مضبوطوي. د بریو نه ډک د شانداره تاریخ نه د جسارت په اخیستو سره د یووالي، اتحاد او ورورولۍ سره د ګډ روښانه راتلوونکې پر لورې پرمختګ ته دوام ورکوو."

د ویلو ده چې لمانځنې به د انت کبیر نه وروسته د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې دوام وکړي. ولسمشر اردوغان به د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د اکتوبر ۲۹ مه د جمهوریت د ۹۷ یمې کلیزې په مناسبت مبارکۍ ومني. همداشان ولسمشر اردوغان به د همدې ورځې په مناسبت د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ملي مجادلې نندارتون هم پرانیزي.

همداشان په پلازمینه انقره کې به د جمهوریت جشن رسم ګذشت سره دوام وکړي. دا رسم ګذشت به د ترکیې د ملي شورا د ودانۍ نه پیل او ترکیې د ملي شورا تر لومړنۍ ودانۍ به دوام وکړي.

د اکتوبر د ۲۹ مې جمهوریت جشن په مناسبت به په پلازمینه انقره کې ځینې لارې د ټرافیک پر مخ تړلي وي.

همداشان د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست په نوښت به د ترکیې د جمهوریت د جشن د لمانځو په چوکاټ کې د انتالیا ولایت د پاترا په لرغوني او تاریخي ښار کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ارکستر لخوا د ماسخوتن په ۷ بجو او ۲۳ دقیقو د لوی جمهوریت په نامه کنسرت اجرا شي.

همداشان په مدیترانه کې به ۹۷ ماڼوګان د اوبو لاندې د ړڼاګانو یوه ځانګړې ننداره جوړه کړي.



اړوند خبرونه