اردوغان ایرسین تاتار ته د شمالي قبرس ترک جمهوریت د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د شمالي قبرس ترک جمهوریت د ولسمشر په توګه ټاکل شوي ایرسین تاتار ته مبارکي وویله .

1511435
اردوغان ایرسین تاتار ته د شمالي قبرس ترک جمهوریت د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله

 

ولسمشر اردوغان د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي د مبارکۍ په پیغام کې ویلي دي چې د شمالي قبرس ترک جمهوریت د ولسمشر په توګه ټاکل شوي ایرسین تاتار ته د خپل ځان او ترک ملت په استازیتوب مبارکي وایم.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکیه به د قبرس ترکانو د حق او حقوقو نه د دفاع په لاره کې د هر ډول  هڅو او ګامونو اوچتولو نه دریغ ونکړي.

ولسمشر اردوغان وروسته ایرسین تاتار ته د ټيلیفوني له لارې مبارکي وویله.

ولسمشر اردوغان ایرسین تاتار ته په خطاب کې وویل چې « د ولسمشر په توګه ستاسې د ټاکل کیدو له امله تاسې او د شمالي قبرس ترک جمهوریت خلکو مبارکي وایم او ددې په هیله چې ستاسې ټاکنه زمونږ د قبرس دعوا لپاره د خیر وسیله وګرځي.»

ولسمشر اردوغان پدې ټيلیفوني خبرې کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې شمالي قبرس ترک جمهوریت خپل ډیموکراتیک پوخوالی ټولې نړۍ ته په اثبات ورسو.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې پوره باور لرم چې د ولسمشر په توګه ټاکل شوی ایرسین تاتار به د شمالي قبرس ترک جمهوریت د حق او عدالت مبارزه په ډیر لوړ همت او بریالیتوب سره پرمخ یوسي. لکه څرنګه چې هغه د لومړي وزیرۍ په دنده کې  په سر کې په ختیځه مدیترانه کې د هیدروکاربن د فعالیتونو او د قبرس د ترکانو د ترقۍ په لاره کې ډیره زیاته همکاري کړې ده په عینې ډول د هغه نه د همکارۍ تمه لرو.

د بله پلوه د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ، د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای او د جمهوریت خلق ګوند مشر کمال کلچدار اوغلو هم ایرسین تاتار ته د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله.



اړوند خبرونه