اردوغان د ملګروملتونو سازمان د تاسیس د ۷۵ یمې کلیزې غونډې ته ویدیويي پيغام واستو.
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان په ساختار نیوکه وکړه
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان پر سیستم نیوکه کړې ده . ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د ملګروملتونو سازمان سیستم نه د نښتو په مخنیوي او نه هم د پیل شوو نښتو د پایته رسولو په برخه کې اغیزمن دی.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې د ملګروملتونو سازمان د اغیزمنتیا په خاطر د هر څه نه مخکې د امنیت په شورا کې باید جدي اصلاحات رامنخته کړی شي.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې د ټولو ادعاګانو سره سره د ملګروملتونو سیستم نه د نښتو په مخنیوي او نه هم د پیل شوو نښتو په پایته رسولو کې اغیزمن دی.
هغه ویلي دي چې د نړۍ د څه باندې ۷ میلیاردو انسانانو برخلیک یواځې د پنځو هیوادونو انصاف ته پریښود ستره بې عدالتي ده. ددې ډول یوې امنیت شورا ساختار هیڅ عادل ندی او ددې ترڅنګ متداوم هم ندی. د تیرو پیړیو د ضروریاتو له مخې جوړ شوي ساختارونه ننو اړتیاوو او ځواب ویلی نشي چې پدې خبره ټول ډیر ښه پوهیږي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ډیموکراتیک ، شفاف، حساب ورکوونکی ، اغیزمن او عدالت پر بڼسټ ولاړ د یو امنیت شورا ساختار نن ورځ د انسانیت لپاره د ترجیح نه زیارت په یوې جدي اړتیا بدله شوې مسئله ده.
ولسمشر اردوغان په استولي ویدیويي پیغام کې یو ځل بیا د استانبول ښار د ملګروملتونو سازمان په مرکز د بدلولو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي استانبول چې د نړۍ د لویو وچو نخلوونکی او د تقاطع نقطه ده د ملګروملتونو سازمان پدې ښار کې د جوړولو سره به د نړۍوالې سولې او استقرار د هلو ځلو سره به ډیره زیاته مرسته وکړي.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې د ملګروملتونو سازمان د ۷۵ مې دورې د عمومي اجلاس د مشر په توګه د ترکیې نامتو ډیپلومات، ټکړه سیاستوال لوی سفیر ولکان بوزکر ټاکل لکه څرنګه چې د ترکېې لپاره د افتخار وسیله ده همداشان د نړۍوالې ټولنې لپاره هم یو ډیر ښه چانس دی.