ولسمشر اردوغان د بلغاریا او ایټالیا د لومړي وزیرانو سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ځینو اروپايي هیوادونو د مشرانو سره مهمې ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان لومړی د بلغاریا د لومړي وزیر بویکو بوریسوف او وروسته بیا د ایټالیا د لومړي وزیر جوزیپې کونتې سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر اردوغان تیر ماښام لومړی د بلغاریا د لومړي وزیر بویکو بوریسوف سره ټیلیفوني خبرې وکړې. پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا او پياوړي کولو په موخه د اوچتیدونکو ګامونو ، سیمه او نړۍ د مهمو مسئلو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړ.
همداشان ولسمشر اردوغان وروسته بیا د ایټالیا د لومړي وزیر جوزیپې کونتې سره ټيلیفوني خبرې وکړې.
همداشان ولسمشر اردوغان د ایټالیا د لومړي وزیر سره هم د دوه اړخیزو اړیکو ، سیمه ایزو او نړۍوالو مهم مسئلو په اړه خبرې وکړې.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د مې ۲۹ مه د استانبول د فتحې د ۵۷۱ مې کلیزې په مناسبت مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د استانبول فتحه د تاریخ له سترو بریاوو څخه وه.