ولسمشر اردوغان : نه د چا حق خورو او نه هم خپل حق چا ته پریږدو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په ختیځه مدیترانه کې هیڅوک باید ځان په ستره هینداره کې د ځان د کتو او نندارې جوړولو هڅه ونکړي.
ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند عمومي مشر اردوغان دا څرګندونې د خپل ګوند په عمومي مرکز کې د ولایتي شوراګانو د رئیسانو غونډې ته وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې نن شپه به د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل او د اروپايي ټولنې د شورا د رئیس چارلیس میشل سره ټيلیفوني خبرې وکړي.
هغه وویل چې د ځینو برخو په څیر زمونږ موخه او هدف د عسکونو اخیستل او یا د کمرو په مقابل کې راڅرګندیدل او یا د نندارې جوړول ندي. مونږ د عزلي او ابدي ورورولۍ د مسئولیت له مخې په لبنان کې یو.
ولسمشر اردوغان په ختیځې مدیترانه کې د ترکېې د روانو فعالیتونو په اړه وویل چې
" په ختیځه مدیترانه کې د خپل حق او منافعو د ګرنټۍ لاندې نیولو په خاطر د ترکیې لخوا اوچت شوي ګامونه هم د کورني سیاستونو او هم د بهرني سیاستونو له پلوه د تورنسل کاغذ په څیر دي. "
ولسمشر اردوغان په ختیځه مدیترانه کې روانو جنجالونو په اړه وویل " هیڅوک باید ځان په لوی هیندارو کې د لیدو هڅه ونکړي. په ډیره ښکاره توګه وایم چې هیڅوک باید د نندارې جوړولو هڅه ونکړي. "
ولسمشر اردوغان وویل چې په مدیترانه کې د جنجالونو د کچې د لوړولو اصلي لامل ترکیه نده. په اصل کې سویلي قبرس او یونان په سیمه کې د ترکیې او شمالي قبرس ترک جمهوریت پر حقونو او موجودیت سترګې پټوي. مونږ د چا حق ته سترګې پټې کړي ندي خو خپل حق هم چا ته نه پریږدو.