د ایه صوفیه تاریخي جومات د عبادت پرمخ د پرانیستو لار پرانیستل شوه
د ایه صوفیه تاریخي جومات په اړه په ۱۹۳۴ کال کې د وزیرانو د شورا پریکړه د محکمې لخوا لغوه کړې شوه
په ترکیه کې محکمې د استانبول د ایه صوفیه تاریخي جومات په اړه د ۱۹۳۴ میلادي کال د نوامبر په ۲۴ مه نیټه د وزیرانو د شورا پریکړه چې له مخې جومات په موزیم اړول شوی وو لغوه اعلان کړه.
د ویلو ده چې دوامداره وقفونو تاریخي اثارو او چاپیریال د خدماتو ټولنې د ایه صوفیه د جومات په اړه د ۱۹۳۴ میلادي کال د نوامبر په ۲۴ مه نیټه د محکمې پریکړه چې له مخې جومات په موزیم اړول شوی وو د لغوه کولو په خاطر محکمې ته اقامه د دعوا وکړه.
محکمې د ایه صوفیه تاریخي جومات په اړه لومړنې غونډه د جولای په دویمه نیټه وکړه .
وروسته محکمې د نوموړې دعوا په اړه وروستۍ پریکړه وکړه.
محکمې د ایه صوفیه تاریخي جومات اړه په ۱۹۳۴ کال د نوامبر د ۲۴ مې نیټې پریکړه چې له مخې جومات په موزیم اړول شوی وو لغوه کړ.
محکمې ویلي دي دا چې د ایه صوفیه په قباله کې د جومات وصف تایید شوی د همدې امله دا نه بدلیږي.
د ویلو ده چې د ترکیې د ولسمشر ماڼۍ د عامۍ اړیکو رئیس فخر الدین التون وویل چې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن شپه د ترکیې په ځايي وخت په اتو بجو او ۵۳ دقیقو ملت ته په خطاب کې وینا وکړي.