ترکیې د امریکا د دیني ازادیو د نړۍوال کمیسیون د راپور په اړه ډیر سخت غبرګون وښود
ترکیه: د امریکا د دیني ازادیو نړۍوال کمیسیون د تیرو کلونو په څیر یو ځل بیا د حقیقت نه لرې خصمانه او تعصب نه ډک راپور جوړ کړی
ترکیې د امریکا متحده ایالتونو د دیني ازادیو د نړۍوال کمیسیون د راپور په اړه ډیر په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او ویلي دي چې د تیرو کلونو په څیر سږ کال هم پدې راپور کې ځینې بې بڼسټه او ناسمو ادعاګانو ته ځای ورکړ شوی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حامي اقسوی د امریکا متحده ایالتونو د دیني ازادیو د نړۍوال کمیسیون لخوا په خپور شوي راپور کې د ترکیې په اړه شوو ادعاګانو ته ځواب ووایه.
هغه ددې ادعاګانو په خواب کې ویلي دي چې " د امریکا متحده ایالتونو د دیني ازادیو د نړۍوال کمیسیون لخوا په خپور شوي راپور کې ترکیې په اړه د تل په څیر یو ځل بیا یو پلوو او د حقیقت نه لرې ادعاګانو ته ځای ورکړ شوی دی. پدې راپور کې د تیرو کلونو په څیر بې بڼسټه او ناسمو او مبهمو ادعاګانو ته ځای ورکړ شوی دی. پدې راپور کې انفرادي پيښو ته د دیني ازادیو نه د سرغړونې په توګه انعکاس ورکړ شوی دی. دا ډول یو پلوی چلند او د حقیقت نه لرو ادعاګانو ته پدې راپور کې ځای ورکولو له امله پدې راپور باور او اعتماد کولو ستر زیان رسوي. "
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې په راپور کې د فتو ترهګري سازمان د مشر ګولن نه چې په امریکا کې ژوند کوي د یو دیني عالم په توګه یادونه کول په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه نیټه په ډیموکراسۍ ترسره شوې خونړۍ کودتا باندې چې په نتیجه کې ۲۵۱ تو بې ګناه او معصومو انسانانو ژوند د لاسه ورکړ او په سلګونو تنه نور ټپیان شول په ښکاره توګه سترګې پټول دي.
ویاند ویلي دي پداسې حال کې چې باید پدې راپور کې په ټوله نړۍ کې د دیني ازادیو پر وړاندې د موجودو ګواښونو او ننګونو نه یادونه وشي خو له بده مرغه چې په لویدیځ او امریکا کې د اسلام دښمنۍ او بهرنیانو پر وړاندې د تبعیض او دښمنیو نه چې د هرې ورځې په تیریدو سره يي کچه مخ په لوړیدو ده هیڅ یادونه نه کول او سترګې پرې پټول دا خبره د ورا څرګندوني چې ددې راپور موخه دیني ازادیو او حقونو نه دفاع نده.
ویاند ویلي دي د امریکا د دیني ازادیو نړۍوال کمیسیون لکه څرنګه چې په تیرو کلونو کې د اسلام پر خلاف د تعصب نه ډک چلند باندې تورن دی د ترکیې په اړه په ځانګړې شوې برخه کې د ترکیې د دښمنانانو د حقیقت نه لرې بې بڼسټو ، ناسمو او خصمانه نظریاتو او ادعاګانو ته ځای ورکړی دی. مونږ د ترکیې په توګه ددې راپور جوړونکو ته په آیینه کې ځان ته د کتو او ځان نیوکې د زده کولو توصیه کوو.