د شمالي قبرس ترک جمهوریت لومړي وزیر د ولسمشر اقنجي پر خلاف سخت غبرګون وښود
د شمالي قبرس ترک جمهوریت لومړی وزیر: ولسمشر اقنجي هیواد او ولس ته د ګټې نه ډیر زیان رسولی
د شمالي قبرس ترک جمهوریت لومړي وزیر ایرسین تاتار د نوموړي هیواد د ولسمشر مصطفی اقنجي د هغه څرګندونو په اړه چې ویلي وو د ترکیې سره د شمالي قبرس ترک جمهوریت تړل به یو ډارونکې مسئله وي ډیر سخت غبرګون وښود او ددې څرګندونې وه يي د ټاکنیز کمپاین یوه برخه بللې او دا یو ډیر ناسم اقدام او چلند بللی دی.
د شمالي قبرس ترک جمهوریت لومړی وزیر او د ملي یووالي ګوند مشر تاتار د بیان په خپرولو سره د انګلستان د د ګردین ورځپاڼې سره په وروستۍ مرکه کې د ترکیې په اړه د کړو څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود شمالي قبرس ترک جمهوریت د ترکانو د عظیمې ارادې او شان او عظمت د لا لوړولو په خاطر تاسیس شوی دی.
هغه وویل چې پوره باور لري چې د قبرس ترکان به مصطفی اقنجي ته په ټاکنو کې د رایو په صندوقونو کې وکړي. د راتلوونکې دوره لپاره د هغه د نه ټاکلو سره به يي ورکړي.
تاتار وویل چې شمالي قبرس ترک جمهوریت به تل د مورني وطن ترکیې سره د ورورۍ، صمیمي همکارۍ او د قبرس په مسئله په کډه کار وکړي. ځکه چې ددې برعکس زمونږ د خلکو، هیواد او ملت په زیان دی.
هغه وویل چې له بده مرغه چې ولسمشر اقنجي ددې کرښې نه ډیر لرې دی او شمالي قبرس ترک جمهوریت د خلکو د امنیت او روښانه راتلوونکي لپاره يي د ګټې پر ځای ډیر زیات ضرر رسولی دی.
ددې خبرې وروستۍ بیلګه د ګادین ورځپاڼې سره په مرکه کې د ترکیې په اړه د هغه څرګندونې دي. له بده مرغه چې ښاغلی اقنجي د قبرس د ستونزې په حل کې د ترکیې په هلو ځلو او ترسره کړې مبارزې سترګې پټوي.