د ترکیې د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو ریاست سوري ماشومانو په خاطر ځانګړي پروګرامونه جوړ کړل
ترکیه د سوري ماشومانو د روحي ارامتیا په خاطر هم هڅه کوي
د ترکیې د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو ریاست د سوریې په شمال کې د ترهګرو نه په تصفیه شوو سیمو کې د سوري ماشومانو لپاره کولتوري فعالیتونو پروګرامونه جوړ کړل.
د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو ریاست د نوامبر د لسمې او ۱۴ مو نیټو ترمنځه ددې فعالیتونو په چوکاټ کې " سوریې د زړه په جغرافیه کې کولتوري فعالیتونوغونډه"
د نامه لاندې ۵۰۰ تنو سوري ماشومانو ته ډول ډول کولتوري فعالیتونو پروګرام جوړ کړ.
همداشان په جرابلس ښار کې سوري ماشومانو ته کارتوني فلمونه، د تیاتر نندارې او د ترکېې د ملي راډیو تلویزیون په چوکاټ کې د ټي آر ټي ماشوم د تلویزیون د مشهور کارتوني فلم کارکوونکو خپل هنرونه نندارې ته وړاندې کړل.
همداشان د ماشومانو ترمنځه سیالۍ وشوې او ډول ډول جایزې پرې وویشل شوې.
همداشان د سیمې پر ماشومانو خوراکي توکي هم وویشل شول.