د ترکیې بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو رئیس د اوزبیکستان د لوړو زده کړو وزیر سره ولیدل

د ترکیې  د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو  رئیس  عبدالله ایرن وویل چې  ، اوزبیکستان باید لا زیات  زده کوونکي د لوړو زده کړو په خاطر  ترکیې ته راولیږي.

1305204
د ترکیې بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو رئیس د اوزبیکستان د لوړو زده کړو وزیر سره ولیدل

 

عبدالله ایرن  په مشرۍ هئیت  په پلازمینه  تاشکنت کې  د خپلو لیدونو کتنو په پایله کې  د اوزبیکستان د لوړو زده کړو  د چارو د وزیر امام مجیدوف  لخوا حضور ته ومنل شول.

عبدالله ایرن  پدې لیدنه کې  مجیدوف ته  د ترکیې د تحصیلي  بورسونو په اړه  معلومات ورکړل  او وویل چې  ترکیه غد اوزبیکستان سره  د پوهنې په برخه کې  د اړیکو د لا قوي غښتلي کیدو غوښتنه کوي.

هغه وویل چې د نړۍ  ۱۷۰ هیوادونو نه  ۱۷۰ زره تنه  زده کوونکي  په ترکیه کې په لوړو زده کړو بوخت  دي  چې  ددوې له جمع نه  ۱۶ زره تنه  د ترکیې د بورسونو په چوکاټ کې ترکیې ته راغلي دي.

هغه وویل چې یواځې سږ کال  د نړۍ د ۱۷۰ هیوادونو نه  د ترکېې د تحصیلي بورسونو په خاطر  ۱۵۰ زرو تنو زده کوونکو  مراجعه کړې وه. په راتلوونکو کلونو کې غواړو چې  د ترکیې د بورسونو لپاره  د اوزبکستان  د زده کوونکو  د مراجعې کچه  لا پسې لوړه شي. مونږ غواړو چې د اوزبیکستان لا زیات  محصلین  په ترکیه کې لوړې زده کړې وکړي.

هغه وویل اوزبیکستان لپاره به ټاکل شوو شوو بورسونو شمیره  لوړه کړه.

ایرن  زیاته کړه چې  اوس مهال  هم  په ترکیه کې ۱۰۰۰ تنه  اوزبیک محصلین په لوړو زده کړو بوخت دي چې ددوې د جمع نه ۱۵۰ تنه د ترکیې د بورسونو له لارې راغلي دي.

" د دوست او ورور هیواد اوزبیکستان نه ترکیې ته د لا زیاتو محصلینو د راتګ غوښتنه کوو. "

همداشان  د اوزبیکستان د لوړو زده کړو د چارو وزیر مجیدوف وویل چې  د ترکیې د تحصیلي  بورسونو  پروګرام  د نړۍ تر ټولو هر اړخیز پروګرام  دی او مونږ هم  غواړو چې لا زیات  اوزبیک محصلین په ترکیه کې لوړې زده کړې وکړي.

پدې لیدنه کې  د ترکېې او اوزبیکستان ترمنځه  د لوړه زده کړو په برخه کې د همکاریو د کچې د لا لوړولو  په اړه  هوکړه وشوه.



اړوند خبرونه