ابراهیم قالن : په سوریه کې د ترکیې پوځي عملیات به هدف ته د رسیدو پورې دوام وکړي

د ترکیې  د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند  ابراهیم  قالن وویل چې  د بندیزونو ګواښونه او یا غندنې ترکیه  د ترهګرۍ پر وړاندې د پر حق مبارزې نه لاس په سر کولای نشي.

1289537
ابراهیم قالن : په سوریه کې د ترکیې پوځي عملیات  به هدف ته د رسیدو پورې دوام وکړي

 

ابراهیم قالن دا څرګندونې  د کابینې د غونډې نه وروسته  خبري غونډې ته وکړې. هغه  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د ترکیې وسله والو ځواکونو  د سوریې په شمال کې د فرات سیند په ختیځو برخو کې د پیل کړو سولې چینې پوځي عملیاتو سره  په عینې وخت کې یو زیات شمیر دسیسې  او  شوم پلانونه شنډ کړي دي.

هغه وویل  هغه څوک چې  نن  په سوریه کې د ترکیې  د سولې چینې پر پوځي عملیاتو د لکو پورې کولو  هڅه کوي د جوړو کړو دسیسو او شومو پلانونو د شنډیدو  او د هغوې  په پيسو  نیولو غلامانو  د ماتې د خوړولو او سیمې د لاسه ورکولو له امله  د ډیر قهرد او  غوصې  نه  خپله لاره ورکه کړې .

ابراهیم  قالن  یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیې  په سوریه کې  دا عملیات  د خپلو کورد  ورورنو پر خلاف نه بلکې  د ترهګرو او پيسو خرڅ شوو غلامانو پر خلاف پيل کړي دي. ترکیې لپاره کورد ورونه خپل ځای لري او ترهګر خپل ځای. ترکیه به د داعش پر خلاف خپلې قوي  مبارزې ته په همدې شان دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د داعش پر خلاف مبارزه یواځې د ترکیې مسئولیت  ندی.

ترکیه  نن  ورځ د هغه برخو نه چې  په سوریه کې  د سولې چینې  پر پوځي عملیاتو نیوکه کوي  پوښتنه کوي چې  په سوریه کې په سلګونو تنه  داعش ترهګر چا له زندانونو ازاد کړل؟ دا پوښتنه زمونږ  مسلم حق  دی.

قالن  وویل  لکه څرنګه چې مخکې هم  ویل شوي دي  په سوریه کې  د ترکیې پوځي علمیات به خپل هدف ته د رسیدو پورې په همدې شان په چټکۍ سره  دوام  وکړي. د عملیاتو هدف  د ترکیې پولې  په کامله توګه د ترهګرو نه تصفیه او پاکیدل دي.

هغه زیاته کړه  مونږ په هغه برخو چې  پر ترکیې  ناحقه او بې بڼسټه تورونه پورې کوي  غږ کوو چې په سوریه کې  قومي ساختار  ترکیې  او یا د ترکېې پوځي عملیاتو ندی  بدل کړی ، دا کار د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګو پ وای ډي او وای پ جي کړی دی.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ترکیې حکومت د اسد رژیم سره  مستقیم او یا غیرې مستقیم  تماس نیولی دی  او که نه  ؟ داسې وویل، ترکیې  د اسد رژیم سره  هیڅډول کوم تماس ندی نیولی.  



اړوند خبرونه