اردوغان : په سوریه کې د ترکیې پوځي عملیات نوي پړاو ته داخلیږي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې  د فرات ډال او زیتون څانګې  د پوځي  عملیاتو سره  پیل شوی  بهیر به په نږدې راتلوونکي کې نوي پړاو ته  داخل شي.

1248770
اردوغان : په سوریه کې د ترکیې پوځي عملیات نوي پړاو ته داخلیږي

 

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  جوړ شوی د سفیرانو یوولسم  کنفرانس ته په وینا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان د سوریې په اړه وویل « د اړتیا په صورت کې د ډیالوګ او مذاکراتو، د اړتیا په صورت کې د نرم طاقت د عناصرو، د اړتیا په صورت کې د ډیرې قوي ډیپلوماسۍ  او د اړتیا په صورت کې  د پوځي طاقت او قوت په کارولو سره  مجبور یو چې د خپلو ملي منافعو نه  دفاع وکړو. »

ولسمشر اردوغان زیاته کړه ، په سوریه کې د فرات ډال  او زیتون څانګې  د پوځي عملیاتو سره  پيل شوی بهیر په په نږدې راتلوونکې کې نوي پړاو ته  داخل شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د ناټو په سازمان کې د ترکیې د نږدې متحد هیواد امریکا نه د یو حقیقي متحد په توګه د ګامونو اوچتولو تمه  لرو.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه « زمونږ په سویلي پولو کې  سرطاني حجره  چې په چټکۍ سره   د لویدو په حال کې  او زمونږ د متحدینو  لخوا په درندو وسلو او مهماتو  سمبال ده  د لمنځه وړو نه پرته  ترکیه  ځان په امن کې نشي احساسولې. »

ولسمشر  اردوغان وویل  دا چې  اس ۴۰۰ ناټو سازمان  یا اف ۳۵ دوله جنګي الوتکو ته  ګواښ مخامخ کړی  او ضرر رسوي  پدې اړه هیڅډول کوم ثبوت  شتون نلري. دا ښکاره مکاري ده. مونږ پدې ډول مکاریو فریب نه خورو.

ولسمشر اردوغان  وویل چې  ترکیه د امریکا نه هم د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر د اعادې  او هم  د پ ک ک د څانګو وای پ جي  سره د هر ډول وسلو او مهماتو د مرستې د پرې کولو غوښتنه کوي . مونږ  پدې برخه کې د امریکا له لورې د ثابتو ګامونو د اوچتولو تمه لرو.

ولسمشر اردوغان په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب د بهیر په اړه وویل

« که چیرې اروپايي ټولنه غواړي چې په یو نړۍوال اکتور  بدل شي  د هر څه نه مخکې باید ترکیې ته پوره غړیتوب ورکړي. ټولنه باید  د ترکېې غړیتوب  د یو څو هیوادونو  د خوښیو قرباني نکړي. »

ولسمشر اردوغان د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف د روانې مبارزې په اړه وویل چې « ترکیه  د پ ک ک په نامه د سرطاني حجرې  د ریښو د وچولو او د هیواد د خاورې نه د بیرون کولو  مبارزې ته ژمنه ده. ترکیه به  د پ ک ک پر خلاف  مبارزې ته په همدې شان  دوام ورکړي.»

ولسمشر اردوغان  د خپلې وینا په یوې برخه کې  د فلسطین  او بیت المقدس په اړه وویل

« د ۱۹۶۷ کال د پولو سره  چې پلازمینه يي  ختیځ بیت المقدس وي  د یو خپلواکه فلسطیني دولت  غوښتنه کوو. همداشان د ترکیې لخوا فلسطین د یو خپلواکه او مستقل هیواد په توګه  په رسمیت پيژندل  ترجیح نه بلکې  په یو مجبوریت بدل شوی دی. »



اړوند خبرونه