ترکیې د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود
ترکیې د امریکا متحده ایالتونو لخوا د اف ۳۵ ډوله الوتکو اړوند د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې دا پریکړه به د ترکیې او امریکا اړیکو ته داسې زیان ورسوي چې جبران به يي ناممکنه وي.
ترکیې امریکا ته د خپلې دې خطا نه د راګرځیدو بلنه ورکړه.
د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د پروګرام اړوند د وروستیو څرګندونو په اړه بیان خپور کړ. په بیان کې راغلي دي چې ترکیه د اف ۳۵ ډوله الوتکو د پروګرام نه ویستل په هیڅډول مشروعیت نلري. امریکا ددې پریکړې سره د دوه اړخیزو اړیکو ته جبران ناپذیره زیان رسوي. امریکا ته ددې خطا نه هر څه ژر د ګرځیدو بلنه ورکوو.
دا یو پلوی اقدام دی. لکه څرنګه چې دا اقدام د متحدتوب د اساساتو سره په ټکر کې دی همداشان هیڅډول مشروعیت هم نلري.
په بیان کې راغلي دي چې د اف ۳۵ ډوله الوتکو د پروژې یو مهم شریک هیواد ترکیه ددې پروژې او پروګرام نه ویستل یو غیرې عادلانه اقدام دی. همداشان هغه ادعاوې چې اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم اف ۳۵ ډوله الوتکې د ضعف سره مخامخوي حقیقت نلري.
پدې اړه د ناټو په ګډون د یو کاري څیړنیزې ډلې د جوړولو په اړه د ترکیې غوښتنې ته ځواب نه ورکول او د امریکا لخوا د وخت نه وړاندې قضاوت کول او مسئلې د حل په خاطر هیڅډول حرکت نه کول ددې خبرې ژوندی مثال دی.
امریکا د ترکیې سره د دوستۍ اهمیت یواځې په خبرو کې نه بلکې په عمل کې هم وښايي. امریکا په ځانګړې توګه د ترهګرو سازمانونو لکه داعش، پ ک ک ، پ وای ډي، وای پ جي او ګولن په خلاف د مبارزې په برخه کې باید لازم اقدامات وکړي.
په بیان کې راغلي دي چې د ترکیه د امریکا نه تیره د جاپان د اوساکا په ښار کې د جي شل سرمشریزې په چوکاټ د ترکیې د ولسمشر ښاغلي رجب طیب اردوغان او امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ ترمنځه په ترسره شوې لیدنه کې رامنځته شوي تفاهم ته د ژمن پاتې کیدو هیله کوي. امریکا باید ددې خطا نه چې دوه اړخیزو اړیکو ته جبران ناپذیره زیان رسوي هر څه ژر راوګرځي.
د ویلو ده چې امریکا د دفاع د وزارت مرستیال ویلي دي « دا چې ترکیې د روسیې نه اس ۴۰۰ دفاعي توغندي واخیستل نشي کولای چې اف ۳۵ ډوله الوتکې واخلي. د همدې امله پریکړه وشوه چې ترکیه د اف ۳۵ ډوله الوتکو د پروژې نه وویستل شي.
هغه ویلي وو چې امریکا د ترکیې سره ستراتیژیکو اړیکو ته ډیر زیات اهمیت او قیمت ورکوي. د ناټو د متحدینو په توګه زمونږ اړیکې هر اړخیزې دي او یواځې د اف ۳۵ پورې تړلي ندي.