اس ۴۰۰ توغندي د اف ۳۵ ډوله الوتکې سره هیڅډول ستونزه نلري
د ناټو په سازمان کې د ترکیې دایمې ستازي لوی سفیر بسات اوزترک وویل چې د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم د ناټو د سازمان لپاره کومه ستونزه او ګواښ ندی.
هغه په بلجیم کې د ناټو سازمان په مقر کې د اناتولیا خبري اژانس پوښتنې ځواب کړې.
هغه د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د رانیولو د مسئلې په اړه د ناټو د عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ هغه څرګندونو یادونه وکړه چې ویلي وو د ناټو سازمان هر غړی هیواد کوم ډول وسله چې غواړي د هغه په رانیولو کې ازاد دی خو یواځې په ګده د وسله والو ځواکونو کار کول ځانګړی اهمیت لري.
بسات اوزترک وویل چې د اس ۴۰۰ توغندیو مسئله په اصل کې د امریکا لخوا په یوې ډلې لویې ستونزې بدله شوې ده . پدې برخه کې امریکا ډیر لوی مسئولیت لري.
هغه وویل چې امریکا په پیل کې ویل چې اصلي ستونزه او اندیښنه يي په ګډه پوځي تجهیزاتو د استفادې نه کول دی خو وروسته ورته مونږ دا خبره اظهار کړه چې اس ۴۰۰ دفاعي توغندي به د ناټو د سیستمونو سره وصل نکړای شي. د همدې امله به کومه ستونزه جوړه نشي.
هغه وویل چې امریکا پدې وروستیو کې دا مسئله په کامله توګه په یوې سیاسي مسئلې بدله کړې ده . امریکا د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې د اس ۴۰۰ توغندیو پورې وتړه. ترکیه د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د پروژې شریک هیواد دی . ددې الوتکو ځینې مهم پرزې په ترکیه کې تولیدیږي.
هغه وویل پداسې حال کې چې امریکا ادعا کوي چې اس ۴۰۰ د اف ۳۵ ډوله الوتکو سره په ټکر کې دي. ترکیې پخپله هم ۱۰۰ اف ۳۵ ډوله الوتکو سپارښتنه کړې . پخپله به هم د همدې الوتکو نه کار واخلي. که چیرې د اس ۴۰۰ دفاعي توغندي ددې الوتکو سره په تکر کې وای د هر چا نه مخکې پخپله ددې سیستم نه لا اخیسته. هغه وویل چې ترکیې په کراتو امریکا ته وړاندیز کړی دی چې راځۍ یو کډ کمیسیون جوړ کړو خو امریکا تل د ترکیې وړاندیزونو ته ځواب ندی ورکړی.