ولسمشر اردوغان : د روانې میاشتې په وروستیو کې به د ټرمپ او پوتین سره مخامخ لیدني وکړم
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د جون په ۲۸ مه نیټه په جاپان کې جوړیدونکې د جي شل سازمان د سرمشریزې په چوکاټ کې به د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ سره مخامخ لیدنه وکړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې پدې لیدنه کې به د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو او اف ۳۵ جنګي الوتکو په مسئلو خبرې وکړي.
دا خبره ولسمشر اردوغان وکړه. ولسمشر اردوغان د استانبول د واحد الدین په ماڼۍ کې جوړه شوې په یوې تلویزیونې خپرونه کې د بعضو رسنیو د استازو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان د اقتصادي درجه بندۍ د ادارې مودیز لخوا د ترکیې د اقتصادي لمبرو د راټیټولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « ځینو برخو د تیرو کلونو په څیر یو ځل بیا د بهرنیو اسعارو او د اقتصادي لمبرو د راټیټولو په څیر د اقداماتو سره په ترکیې په اقتصاد بریدونه پيل کړي دي خو انشاالله چې د ترکیې غښتلی او پیاوړی اقتصاد به ددې دا ټولې هلې ځلې او اقدامات ناکام کړي.
ولسمشر اردوغان د اس ۴۰۰ او اف ۳۵ جنګي الوتکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د رانیولو مسئله په یوې جنجالي مسئلې بدله کړې ده . امریکا وايي که چیرې ترکیې اس ۴۰۰ دفاعي توغندي ترلاسه کړل نو مونږ به ورته اف ۳۵ ډوله الوتکې ورنکړو.
دادی د روانې میاشتې په وروستیو کې د جي شل سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په خاطر جاپان ته سفر کوو.
هلته به د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ او د روسیې د ولسمشر دلادیمیر پوتین سره وګورو. پدې مسئلو به په جلا جلا توګه خبرې وکړو. ددې سربیره یو زیات شمیر دوه په دوه لیدنې به وکړو.
ولسمشر اردوغان وویل چې د جي شل سرمشریزه نه وروسته به د جاپان نه چین ته سفر وکړي.
چین ته د سفر په ترڅ کې به د ترکیې او چین په اړیکو خبرې وکړو.