په ټوله ترکیه کې د مصر د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي  لپاره غیابي د جنازې لمونځ  ادا شو.

په ترکیه کې په سلګونو زرو تنو د محمد مرسي لپاره غیابي جنازې لمونځ ادا کړ

1221069
په ټوله ترکیه کې د مصر د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي  لپاره غیابي د جنازې لمونځ  ادا شو.

 

د یادولو وړ ده چې  د مصر لومړنی منتخب ولسمشر محمد  مرسي  د تیرې دوشنبې پر ورځ   د ترکیې په ځايي وخت  د مازیګر  د ۷ بجو په شاوخوا کې  په مصر کې د محکمې پر جریان کې  ژوند د لاسه ورکړ  .

ددې پیښې نه وروسته  پرون  په ټوله ترکیه کې  په مرکزي جامع جوماتونو کې د محمد مرسي  لپاره غیابي د جنازې لمونځ ادا شو.

د محمد مرسي د غیابي جنازې په لمونځ کې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه نیولې د هیواد  د ملي شورا مشر، د پارلمان وکیلانو، د کابینې وزیرانو  په میلیونونو تنو  هیوادوالو  ګډون وکړ.

همداشان  د هیواد  په یو زیات شمیر جوماتونو کې  د محمد مرسي روح ته  دعاګانې وشوې او د قرانکریم ختمونه  هم وشول.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د محمد مرسي لپاره د غیابي جنازې لمونځ  د ادا کولو نه وروسته  په خپله وینا کې وویل چې  شهید محمد مرسي  حق ته رحلت وکړ. هغه وویل  ځینې  شک او شبهې  زمونږ  سره  پیدا شوي دي او غواړم  چې دا  تاسې سره شریکې کړم.

ولسمشر اردوغان وویل  « زه  شخصآ پدې باور یم  د محمد مرسي  مرګ  طبعي  او نورمال  مرګ ندی. ځکه چې دوی  د شهید مرسي جنازه  د هغوې کورنۍ ته  د نه سپارولو په اندازه  ډارن  دي. »   



اړوند خبرونه