د ترکیې د فوټبال د ملي لوبډلې سره د آیسلنډ د سرحدي پولیسو چلند سخت غبرګونونه پارولي
د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې د آیسلنډي پولیسو د ناوړه چلند په مقابل کې سخت غبرګون وښود
د آیسلنډ سرحدي پولیسو په هوايي ډګر کې د ترکیې د فوټبال ملي لوبډله چې د اروپا د ۲۰۲۰ کال د اتلولیو د غواروي سیالیو په لړ کې د نوموړي هیواد د ملې لوبډلې سره د سیالۍ په موخه تللې وه په هوايي ډګر کې ۳ ساعته وځنډوله.
د آیسلنډ سرحدي پولیسو د ترکیې د ملي لوبډلې د لوبغاړو د هر تن بکس په جلا جلا توګه وپلټه او حتا تر خصوصي توکو پورې ورته کنټرول کړل.
د ترکیې د فوټبال د ملي لوبډلې لوبډلمشر عمره بل اوز اوغلو او لوبغازي بوراق یلمز د آیسلنډ د پولیسو ددې ناوړه او سپکاوي نه ډک چلند په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د ترکیې د ملي لوبډلې لوبغاړي بوراق یلمز آیسلنډي پولیسو ددې چلند په غبرګون کې وویل « ددوې دا چند ښکاره سپکاوی، بې ادبي او بې حرمتي ده. پوره درې ساعته کیږي چې د پاسپورت په کنټرول کې وځنډول شو. زمونږ د هر لوبغاړي لاسي بکس يي ترینه واخیست او حتا تر کریمونو پورې کنټرول کړل. شپږ نیم ساعته مو پرواز وکړ او اوس دادی ۳ ساعته کیږي چې په هوايي ډګر کې وځنډول شو. زمونږ ځینې لوبغاړي اوس هم ځنډول کیږي.»
همداشان لوبډلمشر عمر بیا وویل « زه هم غواړم یو څه ووایم. دوې دې قربان زمونږ د هیواد نه شي. ددې خبرې سپیناوی به خامخا کوي. له بده مرغه چې د الوتکې نه د راښکته کیدو سره سم فضولي کنټرولونه کیږي. »
د بله پلوه د آیسلنډ یو تن وګړي د لوبډلمشر لخوا په هوايي ډګر کې د څرګندونو پر مهال هغه ته هم سپکاوی وکړ چې وروسته په چټکۍ سره تر سترګو پناه شو.
د ترکیې د فوټبال ملي لوبډله وروسته په خپل ځانګړي بس کې د هوټل پر لورې حرکت وکړ.
د ترکیې د فوټبال ملي لوبډله به د آیلسنډ د ملي لوبدلې سره د سیالۍ نه مخکې خپل وروستي تمرینات سرته ورسوي.
د ویلو ده چې د ترکیې ملي لوبډلې د نوموړو سیالیو د غوراوي په ترڅ کې دوه ورځې مخکې د فرانسې لوبډلې ته دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.