ترکیه د کنز د فلمونو په فیستیوال کې د ترکیې د ورځې تر نامه لاندې ځانګړې میلمستیا جوړوي.
ترکیه غواړي چې خپل مشهور تاریخي مکانونه او طبعیت د کنز په فیستیوال کې نړۍ ته معرفي کړي
د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ایرسوی په کوربه توب په جوړیدونکي ځانګړې میلمستیا کې به د نړۍ د سینما مهمو فلم جوړونکو ته په ترکیه کې ددې سکتور د فرصتونو په اړه معلومات ورکړل شي.
د کولتور او ګرځندوی د وزارت د معلوماتو له مخې د کنز د فلمونو په سږني فیستیوال کې به د ترکیې د ورځې په نامه ځانګړې میلمستیا جوړه کړي.
دا میلمستیا به سبا ماښام د ماجیستیک بیچ په مشهور سیمه کې جوړه شي. په میلستیا کې د نړۍ د سینما، هنر، مود او فیشن ، ګرځندوی، رسنیو، سوداګرۍ نړۍ او خوړو د سکتور مشهورو څیرو ته د ګډون بلنه ورکړ شوې ده .
ویل کیږي دا میلمستیا به د نړۍ د سینما ، مود او فیشن او ګرځندوی سکتور ته د ترکیې د جغرافیوي او اقیلیمي ځانګړو فرصتونه او فلمونو د شوټنګ لپاره طبعي ښکلا او تاریخي مکانونه معرفي کړی شي.
ویل کیږي دا میلمستیا به نړۍ ته د ترکیې د معرفي کولو په برخه کې هم د پام وړ مرسته وکړي.
په میلمستیا کې به په ترکیه کې د سینما د نوي قانون له مخې بهرنیو فلم جوړونکو ته د تشویقونو ، فرصتونو او د هغوې سره د مرستو په اړه هم کافي معلومات ورکړل شي.
تمه کیږي چې ددې تشویقونو او فرصتونو د معرفي سره د نړۍ یو زیات شمیر فلم او ډرامو جوړونکي د نوو فلمونو او ډرامو د شوټنګ په خاطر ترکیې ته ترجیح ورکړي.
سربیره پر دې به کډوالو ته په ترکیه کې د فلم او ډرامو د شوټنګ لپاره د موقعیتونو، طبعي ښکلاګانو، تخنیکي امکاناتو او په ترکیه کې د ډک شوو مشهورو بهرنیو فلمونو په اړه لنډ فلم نندارې ته وړاندې شي.
وروسته به د ترکیې د جامو نامتو ډیزاینرې زینب کارتال لخوا ډیزاین شوې جامې نندارې ته وړاندې شي.
همداشان پدې میلمستیا کې به د ترکیې مشهور خواړه او شیریني باب میلمنو ته ورکړل شي.
میلمستیا به د نړۍ په کچه مشهور ترکي موسیقۍ استاد برهان اوچال په زړه پوري کنسرت سره پایته ورسیږي.