په ترکیه کې یو ځل بیا په سلګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول
په وان ولایت کې ۲۱۳ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول
د ترکیې د وان په ولایت کې یو ځل بیا په سلګونو تنه افغان او پاکستاني ناقانونه کډوالو ونیول شول.
د وان ولایت د امنیې قومندانۍ ویلي دي چې د توشبا د ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ منسوبینو د وان – ایرجیش په لویه لاره کې د کنټرول پر مهال په یو ټیلري لارۍ کې ۲۱۳ تنه ناقانونه کډوال ونیول.
په بیان کې راغلي دي چې د نیول شوو کډوالو نه ۱۰۳ تنه د افغانستان او ۱۱۰ تنه يي د پاکستان وګړي دي.
نوموړي کډوال چې د ایران له لارې په قاچاقي توګه ترکیې خاورې ته رداخل شوي وو او غوښتل يي چې په قاچاقي توګه لویو ښارونو ته ځانونه ورسوي د پولیسو لخوا ونیول شول.
همداشان د نوموړو ناقانونه کډوالو قاچاقبر هم نیول شوی دی.
قاچاقبر د محکمې لخوا د انسانانو د قاچاق په تور زندان ته واستول شو.
همداشان نیول شوي کډوال د روغتیايی معاینې او کنټرول نه وروسته د وال ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته سپارل شوي دي.
کډوالو به د دلته د څیړونو او قانوني مراحلو د پلي کیدو نه وروسته خپلو خپلو هیوادونو ته واستول شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.