اردوغان : په تیرو ۱۷ کلونو کې مو ډیر ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي

اردوغان : په هیواد کې په تیرو ۱۷ کلونو کې د استقرار او اعتماد په فضا کې ډیر مهم بریالیتوبونه ترلاسه شوي دي  چې په راتلوونکې دوره کې به لا زیات  ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړو.

1193849
اردوغان : په تیرو ۱۷ کلونو کې مو ډیر ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  په هیواد کې په تیرو ۱۷ کلونو کې د استقرار او اعتماد په فضا کې ډیر مهم بریالیتوبونه ترلاسه شوي دي  چې په راتلوونکې دوره کې به لا زیات  ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړو.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ترکېې د سوداګریزو خونو او اسهامو د بازارونو د ټولنې په ۷۵ یمې عمومي غونډه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ترکیې دښمنان د بهرنیو اسعارو  په واسطه غواړي چې  د ترکیې پر اقتصاد فشارونه وارد کړي.

نوموړو  پدې وروستیو کې  په پرله پسې ډول  زمونږ  د هیواد او ملت  په مقابل کې  د دسیسو هڅه شوې، نوموړو غوښتل چې  ترکیه  هم  د سیاسي او هم د اقتصادي پلوه  په ګونډو کړي خو له نیکه مرغه چې خپلو دې شومو موخو ته  نایل نه شول.

ولسمشر  اردوغان وویل چې  د دوه نیم میلیون تنو لپاره  د استخدام  د رامنځته کولو په خاطر مو  ( دا ترکیه ده ، دلته کار شتون لري ) تر شعار لاندې یو ستر کمپاین پیل کړی دی. ددې کمپاین په پایله کې  د ترلاسه شوو اقامو له مخې  د روان کال د پيل راهیسې  تر سلو زرو تنو ډیر کسان استخدام  شوي دي. دا خبره  ددې ښکارندويي کوي چې  زمونږ  اقتصاد  او تولیدات  مخ په وده  دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د حکومت  او سوداګرۍ نړۍ په توګه مو  په تیرو ۱۷ کلونو کې ډیر بې شمیره  بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي او ددې دوام هم  زمونږ  په لاس کې دی. زمونږ د ټولو په لاس کې دی.

په هیواد کې ټول ارقام  او تحقیقات  ددې ښکارندويي کوي چې زمونږ اقتصاد  مخه په لوړیدو  دی. د بهرنیو اسعارو پر وړانډې د ترکیې د ملي کرنسۍ بیه، انفلیشن  په برخه کې به خامخا خپل ټاکلي هدف  ته ځان رسو.

اوس مونږ د هغوې په چټلو  لوبو  ډیر ښه پوه شوي یو. دا چې د هغوې پر وړاندې څه ډول تدابیر ونیسو  پدې ډیره ښه اګاه شوي یو.

ددینه وروسته  په اقتصاد کې  د ډیرو لویو لویو  منفي څپو  رامنځته کول  اسانه خبره نده. حکومت پوره تدابیر نیولي دي.



اړوند خبرونه