د استانبول نوي ښاروال خپله دنده رسمآ پیل کړه.
په ترکیه کې د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ په ۳۱ مه نيټه د سیمه ایزو ټاکنو نه ۱۷ ورځې وروسته د استانبول ښاروال معلوم شو.
د استانبول لپاره د جمهوریت خلق ګوند او ښه ګوند نه جوړ د ملت ائتلاف نوماند اکرم امام اوغلو د استانبول د نوي ښاروال په توګه وټاکل شو.
د ویلو ده چې د سیمه ایزو ټاکنو نه وروسته د استانبول په یو زیات شمیر ولسوالیو کې د رای شمیرنې په بهیر د اعتراضونو په پایله کې د ځینو سیمو رایې له سره وشمیرل شوې.
د شمیرل شوو رایو له مخې د استانبول لپاره د جمهوریت خلق ګوند او ښه ګوند نه جوړ د ملت ائتلاف نوماند اکرم امام اوغلو د ۴ میلیونه ۱۶۹ زره او ۷۶۵ رایې او د عدالت او پراختیا ګوند او ملیت پالو غورځنګ ګوند نه جوړ د جمهور ائتلاف نوماند بنعلي ییلدرم ۴ میلیونه ۱۵۶ زره او ۳۶ رایې ترلاسه کړي دي.
پدې ډول د ملت ائتلاف نوماند اکرم امام اوغلو د استانبول د نوي ښاروال په توګه وټاکل شو.
په استانبول کې د ټولو اعتراضونو او رایو د بیا شمیرنې د بهیر د سرته رسیدو نه وروسته د استانبول د ټولټاکنو ولایتي کمیسیون لخوا اکرم امام اوغلو ته د اعتبار لیک په ورکولو سره هغه په رسمي توګه د استانبول ښاروال اعلان کړ.
اکرم امام اوغلو د اعتبار لیک د ترلاسه کولو نه وروسته د استانبول په ښاروالۍ کې د پخواني ښاروال مولود اونسال نه دنده رسمآ تسلیم شو.
هغه د استانبول د ښاروال په توګه په رسمي توګه د دندې د پيلولو نه وروسته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې « اعتبار لیک مو ترلاسه کړ، دا زما لپاره د افتخار ځای دی، ډیر خوښ یم چې د استانبول د ۱۶ میلیونو تنو نفوس په استازیتوب مې د استانبول د ښاروال په توګه دنده رسمآ پیل کړه. مونږ ددې ښار په لومړیتوبونو او اړتیاوو ډیر ښه پوهیږو. مونږ ددې ښار د اوسیدونکو په غوښتونو پوهیږو او هر څه ژر به ورته په خدمت پیل وکړو. »
د بله پلوه د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند خاطر د ټولټاکنو خپلوا کمیسیون ته
په استانبول کې په ټاکنو کې د درغلیو د ترسره کیدو له امله د ټاکنو د لغوه کولو په خاطر په رسمي توګه درخواست کړی دی.
همداشان پرون د ملیت پالو غورځنګ ګوند هم د استانبول په ټاکنو په بهیر اعتراض کړی او د ټاکنو د لغوه کولو وړاندیز يي کړی دی.
د عدالت او پراختیا ګوند دوه ورځې مخکې په استانبول کې په ټاکنو کې د ترسره شوو درغلیو په اړه راټول کړي اسناد او شواهد د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارل او د کمیسیون نه يي د استانبول د ټاکنو د لغوه کولو غوښتنه وکړه.
د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون به د عدالت او پراختیا ګوند لخوا ورته په وړاندې شوو د درغلیو اړوند په اسنادو او شواهدو د غور نه وروسته خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړي.