د ترکیې هوايي ځواکونو د پ ک ک ترهګرې ډلې یو ډیر مهم مشر وواژه
د ترکیې د ترهګرو په سور لست کې شامل د پ ک ک یو مهم چارواکی ووژل شو
د ترکیې هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په پټځایونو د هوايي بریدونو سره د یادې شوې ترهګرې ډلې یو ډیر مهم چارواکی چې د ترکیې لخوا ترهګرو په سور لست کې نوم شامل شوی وو او په ټوله نړۍ کې لټول کیده له منځه یوړ.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ترکیې هوايي ځواکونو د پنجه په نامه د عملیاتو په چوکاټ کې د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګرې ډلې اړوند په ځینو مهمو نقطو هوايي بریدونه کړي.
په بیان کې راغلي دي چې پدې هوايي بریدونو کې د پ ک ک ترهګرې ډلې یو تن مهم چارواکی محمد سوی سوران مشهور په ساوش پوسيپي چې د ترکیې لخوا په سور لست کې شامل شوی وو او په ټوله نړۍ کې لټول کیده له منځه وړل شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې د استخباراتو د ریاست منسوبینو لنډه موده مخکې د وسله وال پوځ د ځواکونو سره په ګډه د عراق په شمال کې د قندیل په سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د چارواکیو په یو موټر هوايي عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې د یادې شوې ترهګرې ډلې یو تن مهم چارواکی رضا التون او ګن شمیر نور ووژل . پدې برید کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د بهرنیو اړیکو مسئول میکایل اوزدیمیر، ویاند امرالله دورسون او د قندیل د سیمې پوځي مسئول علي اقتاش هم وژل شوي وو. دا په تیره یوه میاشت کې د پ ک ک ترهګرې ډلې ته څومه پر له پسې ضربې دي چې ورکول کیږي.