اردوغان : په نوي زیلاند کې د شهید شوو ورونو حساب به وپښتو

د ترکیې ولسمشر  رجب طیب اردوغان په نوي زیلاند کې  په دوو جوماتونو د ترهګریزو بریدونو په اړه وویل« که چیرې  نوې زیلاند  باید ددې ترهګریز برید حساب وپوښتي.

1166448
اردوغان : په نوي زیلاند کې د شهید شوو ورونو حساب به وپښتو

 

که چیرې نوې زیلاند  ددې برید حساب پوښتلی نشي  په یو ډول نه په یو ډول  مونږ  به يي وپوښتو.

 د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند عمومي رئیس  رجب طیب اردوغان د زونګولداک ولایت د ایرغلي په ولسوالۍ کې  په هیوادوالو ته وینا وکړه.

هغه  دلته په وینا کې  د نوي زیلاند د کریستچرچ په ښار کې د  جمعې د لمانځه پر مهال د لسو دقیقو په توپیر سره  په دوو  جوماتونو ترسره شوی  برید چې په ترڅ کې ۵۰ تنه مسلمانان په شهادت ورسیدل  نه په یادونې سره وویل « دې ترهګر  په هغه ټوپک  چې  دا قتل عام يي پرې وکړ  زمونږ د هیواد په اړه هم  ځینې د حد نه تیرې خبرې لیکلې وې چې دا پخپله  زمونږ  د هیواد په اړه د هغوې  فکر بیانوي. زمونږ په اړه د هغوي لخوا روانې چټلۍ لوبې په ډاګه کوي. برید کوونکي  په ټوپک لیکلی وو چې ترکان باید د استانبول اسیا لورې ته ووسیږي  او اروپا پلو ته راتیر نشي. زه  پوښتنه کوم چې  دا څوک  دی چې داسې د حد نه تیرې خبرې کوي؟ ددې پست  قاتل نه باید ددې ۵۰ تنو د وژلو  حساب وپوښتل شي. هو که چیرې نوې زیلاند ددې برید کوونکي نه  ددې ۵۰ تنو د وژلو حساب  پوښتلی نشي  مونږ  مجبور یو چې په یو قسم نه په یو قسم ترینه  حساب وپوښتو.»

ولسمشر اردوغان وویل چې ځینې برخې د ډیر پخوا نه  د ترکانو او مسلمانانو پر خلاف  کینې لري او دښمني ورسره کوي. دا برخې  د سلګونو کلونو په تیریدو سره  اوس هم  د خولو نه يي د وینو بوی ځي. دوی  اوس هم  د انتقام  او غچ  اخیستو  هڅه کوي.

ولسمشر اردوغان په لویدیځې نړۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مسئله کې سختې نیوکې وکړې او وویل « مونږ  تل ویلي دي چې  ترهګر دین، ملت، مذهب، رنګ  او یا وطن نلري. تاسې وګورۍ  ترهګر نن په نوې زیلاند کې سبا  په هالنډ کې او بل سبا په یو بل هیواد کې  ترهګري بریدونه کوي.

یو ځل بیا  په ټولو غږ کوم چې  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د صمیمت او راستۍ نه کار واخلۍ. دا ترهګر چې تاسې  ورته ښه وايۍ   نن وي او که سبا همداشان ته  ضرر رسوي.

ولسمشر اردوغان په فلسطین بهیدونکو وینو ته په اشارې سره وویل « تاسې وګورۍ هره ورځ  په فلسطین کې د بې ګناه انسانانو وینې بهول کیږي. د اسراییلو ظالم  نظام  د چا خبره  د فلسطین  ټوله خاوره  اشغال کړې ده . نړۍواله ټولنه په هر څه سترګې پټوي.



اړوند خبرونه