د امریکا مشهوره سندر غاړې په استانبول کې مسلمانه شوه

مشهوره امریکايي سندرغاړې  دیلا مایلز  په نوي زیلاند کې په دوو جوماتونو د وحشیانه  خونړیو بریدونو  په غبرګون کې  د اسلام په مبارک  دین مشرفه شوه.

1166185
د امریکا مشهوره سندر غاړې په استانبول کې مسلمانه شوه

 

د امریکا مشهورې سندرغاړې  مایلز چې  د کنسرت د اجرا کولو  په خاطر  استانبول ته راغلې وه  دلته  د اسلام په مبارک دین مشرفه شوه او مسلمانه شوه.

ډیلامایلز چې  د مایکل جکسن او ویتني هوسټن  په څیر  د مشهورو سندرغاړو  سره  په ګډه  سندرې ویلي دي  په ترکیه کې مسلمانه شوه.

هغې ویلي دي چې د تیرو پنځو میاشتو راهیسې د اسلام د دین په اړه تحقیقات کول خو کله چې  په نوي زیلاند کې پر جوماتونو  وحشیانه بریدونه وشول  د مسلمانیدو  پریکړه يي وکړه.

ډیلا مایلز  د مسلمانیدو خبر  د ټولنیزې مډیا له لارې اعلان کړ. هغې د ټولنیزې مډیا له لارې  یو ویدیويي پیغام خپور کړی دی چې پکې  د شهادت کلمې په ویلو سره  اسلام  قبول کړی دی.

ډیلا مایلز د مسلمانیدو نه وروسته په استانبول کې د فاتح سلطان احمد خان د جومات نه  لیدنه وکړه  او په خپل کور کې د ځوړولو په خاطر د ترکیې بیرغ هم  واخیسته.

هغې  په نوي زیلاند کې  په دوو جوماتونو  د خونړی بریدونو په غبرګون کې وویل چې  اسلام فوبیا یا اسلام ستیزې  په نړۍ کې  د ساري ناروغۍ په څیر په ډیرې چټکۍ سره د خپریدو په حال کې ده .

هغې ویلي دي چې  په واقعیت چې اسلام د مینې، محبت، صمیمت، ورورولۍ، حسن نیت او سولې  دین  دی.

هغې ویلي دي چې د اسلام په مبارک دین د مشرفیدو له امله ډیره زیاته خوښه ده. الله ماته   د  ژوند  تر ټولو په خوږو  شپو او ورځو کې  د اسلام مبارک  دین  په تحفه کې راکړ. زه يي مسلمانه کړم  او د اسلام په مبارک دین يي ونازولم.

دا زما لپاره د ژوند  تر ټولو خوږې شیبې  دي.



اړوند خبرونه