ترکیې د فرانسې پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ  د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون لخوا  د اپریل ۱۵ مه په فرانسه کې د ارامنه عام وژنې  په نامه  د اعلانولو په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

1139783
ترکیې د فرانسې پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

 ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ  د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون لخوا  د اپریل ۱۵ مه په فرانسه کې د ارامنه عام وژنې  په نامه  د اعلانولو په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند  ابراهیم قالن  د فرانسې ولسمشر ماکرون لخوا د اپریل ۱۵ مه د ارامنه عام وژنې د ورځې په توګه  د اعلانولو پریکړه په کلکو ټکو غندو.

هغه وویل چې  تش په نامه  ارامنه  د نسل وژنې ادعاګانې  هیڅ حقوقي او تاریخي  بڼسټ نلري  . دا ادعاګانې یواځې د تاریخي حقایقو په پټولو سره  سیاسي  درواغ  دي. د ترکیې  له پلوه د اعتبار وړ ندي.

هغه ویلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې ادعاګانو د روښانولو  په خاطر په ۲۰۰۵ کال کې د ګډ تاریخي کمیسیون د جوړولو  وړاندیز وکړی وو خو ددوې لخوا  نه وو منل شوی . دا پخپله ددې ښکارندويي کوي چې  دوی پر حق ندي.

هغه وویل چې هیچا ته به اجازه ورنکړو چې  د ناسمو تاریخي  معلوماتو سره  د کینو نفرت او دښمنیو په پارلو سره  وغواړي  خپلو سیاسي  موخو ته  ورسیږي.

هیڅوک په ترکیې  تاریخي توره لکه  لګولی نشي  او  په هغه جرمونو  چې ترسره کړي ندي  تورنولی  نشي  .

د فرانسې ولسمشر چې په هیواد کې د سختو سیاسي  ستونزو سره  لاس ګریوان دی  او غواړي چې پدې ډول د خلکو اذهان  بل لورې ته واړوي. مونږ  د ښاغلي ماکرون دا پریکړه  غندو  او په کلکه توګه يي ردو.

د غمونو  او دردونو  نه  د سیاسي  موادو په توګه  استفاده  پخپله  سیاسي او اخلاقي  جرم  دی. ترکیه  د لومړۍ نړۍوالې جګړې پر مهال  رامنځته شوې  پيښې ګډ درد او غم بولي او د عدالت بر بڼسټ  ددې پیښو  د روښانه کولو  په خاطر  هر ډول مرستې  ته تیار دی. ترکیه  به  ښه نیت ښودو ته  دوام ورکړي.

د ویلو ده چې  د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون  د اپریل ۱۴ مه په هیواد  کې د ارامنه نسل وژنې  د یادښت  د ورځې په توګه  اعلان کړه.



اړوند خبرونه