د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رسمي سفر په ترڅ کې روسیې ته سفر وکړ.
ولسمشر اردوغان روسیې ته لاړ
ولسمشر اردوغان نن د غرمې د ۱۲ نیمو بجو په شاوخوا کې د مسکو پر لورې حرکت وکړ.
د ولسمشر اردوغان الوتکه د مسکو په هوايي دګر کې ښکته شوه. ولسمشر اردوغان به د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو د وزیرانو په ګډون د هیتانو ترمنځه په غونډه کې به هم ګډون وکړي.
همداشان وروسته به دواړه مشران په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړي.
د ویلو ده چې روسیې د ولسمشر اردوغان دا سفر ځانګړی اهمیت لري. د امریکا لخوا د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو د پریکړې نه وروسته ولسمشر اردوغان د لومړي ځل لپاره د خپل روس سیال پوتین سره مخامخ لیدنه کوي.
د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ،ملي دفاع وزیر خلوصي اکار، د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز، د کرنۍ او ځنګلونو وزیر بکر پیک دیمیرلي او د ملي استخباراتو رئیس حاکان فیدان ملګرتیا کوي.
د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان به د خپل روس سیال پوتین سره د دواړه اړخیزو اړیکو سربیره د سوریې په پرمختګونو او د سیمې او نړۍ په مهمو مسلو خبري وکړي.
همداشان پدې لیدنه کې به د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو په پریکړه هم خبرې وشي.