اردوغان : په سوریه کې د فرات سیند ختیځ لوري ته د پوځي عملیاتو وخت رارسیدلی دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د څو ورځو په دننه کې به  د سوریې په شمال کې د فرات سیند  په ختیځ کې د ترهګرو پر خلاف  پوځي عملیات پیل کړو.

1105515
اردوغان : په سوریه کې د فرات سیند ختیځ لوري ته د پوځي عملیاتو وخت رارسیدلی دی

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د ملي دفاعي صنایع   په سرمشریزه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  زمونږ  هدف  په سیمه کې امریکايي ځواکونه نه  بلکې  ترهګر  دي.

ولسمشر اردوغان  د ولسمشرۍ ماڼۍ  په کولتوري مرکز کې  جوړه شوې  د دفاعي صنایعو په سرمشریزه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان  دې سرمشریزې ته په وینا کې وویل « ترکیې  پرته  د نورو  د مرستو نه په سوریه کې د فرات ډال او زیتون څانګې عملیات د خپلو ځايي امکاناتو  سره  په ډیر بریالي توګه ترسره کړل. په اصل کې دې عملیاتو  زمونږ  د دفاعي صنایع  طاقت او قوت  څو برابره  لوړ کړ. ډیر زیات تجارب مو ترلاسه کړل. نن ورځ چې  مونږ  د ترهګرو پر خلاف کوم  بریالي  عملیات  ترسره کول  او ترهګر له منځه وړو دا ټول د دفاعي صنایعو د پرمختګ برکت  دی. دا ټول  د لوژیستیکي مرستو برکت دی. لویدیځې نړۍ نه  پدې برخه کې خیر نه کیږي. لویدیځې نړۍ تل زمونږ غوښتنې رد کړي دي. خو انشاالله چې ددینه وروسته  به مونږ  خپلې ټولې اړتیاوې پخپله پوره کړو او حتا  بهر ته به هم  صادراتو کچه لوړه کړو. »

ولسمشر اردوغان وویل چې په تیرو ۱۶ کلونو کې مو د اوچتو کړو مهمو ګامونو سره  هیواد  ډیرې لوړې سویې ته رسولی دی. یواځې  د طبعي زیرمو او یا د تجارت د پیسو سره  دفاعي صنایع  پرمختګ نکوي. زمونږ  لپاره  د دفاعي صنایعو په برخه کې  د پلي تګ په څیر  پرمختګ نه بلکې  د منډو په څیر  پرمختګ  لازم  دی. مونږ  باید  لا زیات کار وکړو.

تر ننه پورې مو چې څه کړي  دا  د روښانه راتلوونکي  او اوچتیدونکو  قوي ګامونو لپاره د چمتوالي  په څیر وو. ددینه وروسته  باید  په اصلي  کار پيل وکړو. خپلې اړتیاوې خو پر ځای پریږده  مونږ  باید  د نړۍ د پرمختللو هیوادونو سره  په صادراتو کې رقابت  سویې ته ورسیږو.

ولسمشر اردوغان د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو نه د ملاتړ په خاطر پر امریکا سختې نیوکې وکړې.

هغه وویلې د ترکېې په سویلي پولو کې امریکا غواړي چې د ترهګرو  لپاره دهلیز جوړ کړي .  هغه برخو چې مونږ  ورته  ترهګر وایو  او زمونږ د نړۍ د ترهګرو په لست کې شامل  دي  دوې په ټینګار  وايي چې نه ترهګر ندي. نن ورځ امریکا  او زمونږ  نور متفق هیوادونه  زمونږ سره  نه بلکې  د ترهګرو ډلو سره  یو ځای  حرکت کوي. ایا مونږ د ناټو د سازمان  غړي او متفقین نه یو؟ مونږ  امریکا او ټولې لویدیځې نړۍ ته وړاندیز وکړ  که چیرې په سوریه کې د داعش پر خلاف  عملیات ترسره کیږي راځۍ چې په ګډه يي ترسره کړو. خو  دوې  د ترکیې پر ځای ترهګرو ته  ترجیح ورکړه. ترکیه هم  مجبوره ده چې  خپلې ستونزې پخپله  حل کړي. ولسمشر اردوغان وویل چې  په سوریه کې د داعش په نامه کوم تهدید  ندی پاتې. د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د ۳۰ ورځو په دننه کې به د داعش په نامه  کوم څه پاتې نشي .

ترکیه د یو ډیر قوي پوځ خاوند هیواد دی. لکه څرنګه چې مو  ددینه مخکې  د سوریې په شمال کې  پوځي عملیات ترسره کړي  اوس وخت  د فرات سیند ختیځ لوري  د سیمو رارسیدلی دی. اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې دا تهدید هم  برطرفه کړو.  



اړوند خبرونه