نن د نوامبر لسمه د ترکیې جمهوریت د موسس د مړینې د ۸۰ یم تلین سره سمون خوري

د ترکیې جمهوریت د موسس اتاترک د مړینې د ۸۰ تلین نه په ټول هیواد او نړۍ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځنې کیږي

1085213
نن د نوامبر لسمه د ترکیې جمهوریت د موسس د مړینې د ۸۰ یم تلین سره سمون خوري
istanbul 10 kasim1.jpg
istanbul 10 kasim.jpg
erdogan anitkabir2.jpg
erdogan anitkabir1.jpg
erdogan anitkabir.jpg

نن  د نوامبر لسمه  د ترکیې جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک د ۸۰ یم تلین سره  سمون خوري.

نن په ټوله ترکیه، شمالي قبرس ترکي جمهوریت او ټوله نړۍ کې د ترکیې په سیاسي نماینده ګیو کې  د اتاترک  د اتیایم تلین نه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځنه وشوه.

د ویلو ده چې  د ترکیې  جمهوریت موسس مصطفی کمال اتاترک  د ۱۹۳۸ میلادي کال د نوامبر د میاشتې په لسمه نیټه د سهار په نهو بجو او پنځو دقیقو  ددې فاني  نړۍ نه  سترګې پټې کړې وې.

د ویلو ده چې  د هر کال په څیر  نن هم  د سهار په نهو بجو او پنځه دقیقو  د غم د تولې په غږیدو سره  په ټول هیواد کې  د دوو دقیقو  لپاره د ژوند چارې په ټپه ودریدې. د غم د تولې د غږیدو سره  سم  ټول هیواد  د جمهوریت موسس  معنوي حضور ته د درناوي په خاطر ودریدل.

په پلازمینه انقره کې  لومړني  مراسم  د اتاترک په مزار انت کبیر کې جوړ شول.

د ترکیې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د دولت او حکومت  ټولو چارواکیو د اتاترک د مزار زیارت وکړ. ولسمشر اردوغان د مل هیت په استازیتوب  د اتاترک مزار ته د ګلانو د ګیډې د ایښودو نه وروسته ټولو په ګډه د درناوي  مراسم  ادا کړل.

وروسته ولسمشر رجب طیب اردوغان د اتاترک د مزار په ځانګړي  کتاب کې لاسلیک وکړ او داسې ولیکل!

د ترکیې د خپلواکۍ د جګړې اعلی سرقومندان او د جمهوریت موسس عزیز اتاترک  ستاسې د مړینې  د ۸۰یم تلین  په مناسبت  یو ځل بیا ستاسې نه  په ډیر درناوي  یادونه کوو. ستاسې  د ذات عالي  او ملګرو شهیدانو  امانت  د ترکیې جمهوریت د کورنیو او بهرنیو بدبختانو د ټولو بریدونو  سره سره د قوي  او پرمختللو دولتونو په منځ کې د ځای نیولو په خاطر  په ډیرې عظیمې  ارادې سره  پرمختګ ته دوام ورکوو. د ترکیې جمهوریت  د ۹۵ یمې کلیزې  پر ورځ  مو د استانبول د نوي  هوايي ډګر د پرانیستو سره هیواد ته  یو بل ډیر مهم  ویاړ  ورپه برخه کړ. روح مو ښاد.

د ویلو ده چې په استانبول کې  بیا  د اتاترک د مړینې د ۸۰ یم  تلین  په مناسبت  لومړني  مراسم  د دولمه باغچه په ماڼۍ کې چیرته چې اتاترک  ساه ورکړې وه  جوړ شوي وو.

په زرګونو تنه ځوانان، زاړه ،  ښځې او ماشومان  د ترکېې جمهوریت د موسس  معنوي حضور ته د درناوي په خاطر  د دولمه باغچه ماڼۍ  ته  لاړل.

په زرګونو تنو  هیوادوالو  د دولمه باغچه په ماڼۍ کې  د هغې خونې نه چې اتاترک پکې  ساه ورکړې وه  لیدنه وکړه او هغه ته يي  دعاګانې وکړې.

همداشان په ټول هیواد چې په سلګونو زره تنه هیوادوال  اتاترک معنوي  حضور ته د درناوي په خاطر میدانونو ته  راووتل.

 



اړوند خبرونه