د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې سویډن ته ماتې ورکړه
د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې د اروپا د اتلولیو د لیګ د سیالي په چوکاټ کې په ب ډله کې دویمه لوبه د سویډن د ملي لوبدلې سره وکړه.
د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې د سویډن ملي لوبډلې ته په خپل کور کې ۳ د ۲ په مقابل کې ماتې ورکړه.
د سیالۍ په ۳۴ مه دقیقه کې سویډن ملي لوبډلې د ګول په وهلو سره لوبه یو د صفر په وړاندې د سویډن په ګټه پر مخ روانه وه.
همداشان د سیالۍ په دویمه نیمايي برخه کې په ۴۹ دقیقه کې د سویډن لوبډلې د دویم ګول په وهلو سره لوبه دوه صفر کړه.
د لوبې په ۵۱ دقیقه کې د ترکیې ملي لوبډلې د یو ګول په وهلو لوبه دوه یو کړه.
همداشان د لوبې په ۸۸ مې دقیقه کې د ترکیې د ملي لوبډلې د بل ګول په وهلو سره لوبه ۲ د ۲ په مقابل کې مساوي کړه.
پداسې حال کې چې ټولو فکر کولو چې لوبه مساوي پایته رسیږي د ترکیې د ملي لوبډلې ټکړه لوبغاړي عمره اق بابا د لوبې په اضافه وخت کې رقیبې لوبډلې ته د یو جانانه ګول په وهلو سره لوبه ۳ د ۲ په مقابل کې ترکیې په ګټه پایته ورسوله.
پدې ډول د ترکیې ملي لوبډلې سویډن ملي لوبډلې ته په خپل کور کې د ماتې په ورکولو سره سیالي وګټله.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل