ترهګرو یو ځل بیا پر امنیتي ځواکونو خونړی برید وکړ

پداسې حال کې چې په ټول هیواد کې تیره ورځ په ډیره  ازاده او ډیموکراتیکه فضا کې د ټولټاکنو د تیریدو  خوښي  کوي  ترهګرو  د ترکیې د خلکو خوښي  په غم  بدله کړه.

999496
ترهګرو یو ځل بیا  پر امنیتي ځواکونو خونړی برید وکړ

پداسې حال کې چې په ټول هیواد کې تیره ورځ په ډیره  ازاده او ډیموکراتیکه فضا کې د ټولټاکنو د تیریدو  خوښي  کوي  ترهګرو  د ترکیې د خلکو خوښي  په غم  بدله کړه.

د پ ک ک ترهګرې ډلې  د هیواد د بتلیس ولایت اشاغ یولاک  په سیمه کې د ژاندارم  د قومندانۍ  په سرتیرو  د ګزمې پر مهال  خونړی برید وکړ.

په برید کې  یو تن   سرتیري په شهادت ورسید او ۲ تنه نور ټپیان شول.

د بتلیس  والي  د پیښې په اړه ویلي دي چې  د چلتکي ولسوالۍ اړوند  په اشاغ یولاک  سیمه کې ترهګرو  د غرمې د ۱۲ بجو پر مهال  د ژاندارم قومندانۍ په سرتیرو  د ګزمې پر مهال  خونړی برید کړی چې په پایله کې یو تن سرتیری په شهادت رسیدلی  او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

په سیمه کې د ترهګرو پر مهال  پراخه عملیات پیل شوي دي.

والي ویلي دي چې  د شهید شوي سرتیري لپاره د الله ج له دربار څخه  د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښته کوم.

د شهید کورنۍ ، خپلوانو او ترک ملت ته  تسلیت وړاندې کوم.



اړوند خبرونه