د اتریش لخوا د مسجدونو د تړلو په اړه د اردوغان  غبرګون

د ترکیې ولسمشر رجب  طیب  اردوغان  څرګنده کړه چې د مسجدو د تړلو په اړه د اتریش د لومړي وزیر اقدامات ددې سبب شوي دي چې نړۍ  یو ځل بیا د هلال – صلیب ترمېنځ د جګړې لورې ته لاړه شي.

989414

اردوغان  په استانبول  کې د ترکیې په ختیځ او سوېل ختیځ کې د ملکي ارادې د ټولنې په نامه غونډه کې د وینا په ترڅ کې د اتریش د حکومت لخوا په نوموړي هېواد کې د ۷ مسجدونو د تړلو پرېکړه وغندله.

اردوغان  تر روژه ماتي وروسته د غونډې ګډونوالو ته وویل چې په ځانګړي توګه لوېدیځه نړۍ باید د دا ډول اقداماتو پر وړاندې غبرګون وښایي. که چېرې لوېدیځ اقدام ونکړي نو ددې پر وړاندې نور میکانیزمونه هم شته دی. اردوغان زیاته کړه چې په اتریش کې د مساجدو د تړلو او د امامانو د شړلو موضوع د ټولو حساسیت را پارولی دی. که چېرې دا امامان له اتریشه وشړل شي نو ترکیه به هم ورته ګامونه پورته کړي.

د یادولو وړ ده چې د اتریش  حکومت څه موده وړاندې اعلان  کړی و چې په هېواد کې به ۷ مسجدونه وتړي او امامان به یې چې ترکي مسلمانان دي له هېواده وشړي.

ترکیې ګواښ کړی دی که چېرې اتریش دا ډول ګام پورته کړي نو پدې باید پوه شي چې ترکي حکومت به هم ددې په مقابل کې عملي او ډیپلوماټیک غبرګون وښایي.

اړوند خبرونه