د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو په تړاو د ټرمپ لخوا د خپور شوي بیان په اړه ترکیې سخت غبرګون وښود

ترکیه : امریکا ته د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو په اړه عادلانه چلند کولو ته بلنه ورکوو

958064
د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو په تړاو د ټرمپ لخوا د خپور شوي بیان په اړه  ترکیې سخت غبرګون وښود

ترکیې  د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو او ارامنه  ادعاګانو  اړوند  د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا د خپور شوي  بیان په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

ترکیې  په یاد شوي  بیان کې کارول شوې جملې  او تاریخ په اړه تفسیر په کلکه توګه رد کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  د امریکا  متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا  د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو اړوند  د ۲۰۱۸ کال د اپریل په ۲۴ مه نیټه  په خپور شوي  بیان کې  کارول شوې جملې  او د تاریخ  تفسیر  په کلکه توګه ردو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې« د امریکا متحده ایالتونو نه د ترکیې تمه او انتظار دادی  چې  د هغه  دورې  په اړه چې د عثماني امپراتورۍ  ټولو  ملتونو  په ګډه  ډیر لوی لوی  دردونه  او ټپونه لیدلي دي  په ډیره  عادلانه توګه  برخورد  او ارزونې وکړي. پدې چوکاټ کې غواړو چې د امریکا  ولسمشر ښاغلي  ټرمپ ته  ورپه یاد کړو چې  پدې دوره کې  تر ۵۰۰ زرو تنو ډیر مسلمانان  د ارمني  عصیانګرو  ډلو او ټپلو لخوا  په ډیرې بې رحمۍ سره  په قتل رسیدلي دي. ترکیه  د پخوا  په څیر نن ورځ هم  ددې مسلې د روښانولو  په خاطر  د ګډ تاریخي  کمیسیون د جوړولو  وړاندیز کوي. ترکیې د یادې شوې مسلې  او ادعاګانو  د روښانولو په خاطر خپل ټول ارشیفونه د تاریخ پوهانو  پر مخ  پرانیستي دي. »

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د لومړنۍ نړۍوالې جګړې  د شرایطو لاندې  د وژل شوو عثماني ارمنیانو  په خاطر  سږ کال هم  د اپریل په ۲۴ مه نیټه  د استانبول په ارمني پاتریک خانه کې  د ترکیې او ارمنیانو د ۸۰۰ کلنې دوستۍ  او هغوې  د شان سره  برابر  د یادښت مراسم  جوړ شول.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې  امریکا ته  توصیه کیږي  چې نوموړو مراسمو استول شوی  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا  د عثماني ارمنیانو د لمسیانو په خطاب  لیکل شوی  پیغام  په دقت سره  مطالعه کړي. دا پیغام  د ۱۹۱۵ کلونو د پيښې په اړه  د ترکیې دریځ  او حساسیتونه  انعکاسوي. همداشان  د امریکا لخوا په خپور شوي بیان کې  د عام وژنې د بې بڼسټه  ادعاګانو نه  یادونه نه کول  د نړۍوالو  حقوقو  او نورمونو سره  سم  حرکت  دی.

د یادولو وړ ده  چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر  ټرمپ  د ۱۹۱۵ کلونو  د پيښو د کلیزې  په خاطر  سږ کال هم  د تیرکال  په څیر   د اپریل د ۲۴ مې په اړه په خپور کړي پیغام کې  د یادو شوې پیښې نه  د لوی فلاکت په توګه یادونه کړې ده .

 

 



اړوند خبرونه