ترهګرو امنیتي ځواکونو خونړی برید وکړ

د پ ک ک ترهګرې ډلې د سیرت ولایت په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو په یوې قرارګاه چیرکي برید کړی

940583
ترهګرو امنیتي ځواکونو  خونړی برید وکړ

د  ترکیې  د سیرت ولایت  د ایروح ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په ځنګل کې  د امنیتي ځواکونو  په قرارګاه  وسله وال برید وشو.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د پ ک ک ترهګرې ډلې  د ایروح ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په ځنګل کې  د امنیتي ځواکونو په قرارګاه  برید کړی دی چې په ترڅ کې ۵ تنه سرتیري په شهادت رسیدلي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سیرت د ولایت والي علي فواد عطیق  د نوموړي  ترهګري برید نه وروسته  چې د سهار په ساعتونو کې رامنځته شوی وو  روغتون ته راغی  او  د پیښې د ټپيانو نه لیدنه وکړه.

د پيښې په اړه يي د موظفینو نه  معلومات واخیستل.

د ویلو ده چې د نوموړي  خاین برید نه وروسته په سیمه کې  پراخه د پلټنې عملیات پیل شوي دي. د بله پلوه  امنیتي ځواکونو  د دیارباقر ولایت د خازرو  په ولسوالۍ کې  د ۳ ۳ تنه ترهګر  چې  ۶ تنه سرتیري ټپیان کړي وو  مړه  وموندل.

نوموړي  ترهګر  د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې  وژل شوي وو.



اړوند خبرونه