د ترکېې او قطر مشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
939176
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو سربیره د سیمې او نړۍ په مهمو مسلو خبرې وکړې.
همداشان ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر د امیر سره د ټيلیفوني خبرو سربیره د ګینا هیواد د ولسمشر سره هم ټيلیفوني خبرې کړي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر اردوغان پرون شپه د ګینا د هیواد د ولسمشر الفا کوندي سره ټيلیفوني خبرې وکړې. پدې خبرو کې هم د دواړو هیوادونو په اړیکو خبرې وشوې.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.