د اردوغان – روحاني خبرې
ولسمشر رجب طيب اردوغان په سوريه كې د روانو حالاتو په اړه د خپل ايراني سيال حسن روحاني سره د ټېلفون پر كرښه خبرې وكړې.
924976
ولسمشر رجب طيب اردوغان په سوريه كې د روانو حالاتو په اړه د خپل ايراني سيال حسن روحاني سره د ټېلفون پر كرښه خبرې وكړې.
د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي چې د خبرو پر مهال په سوريه كې د ختيځې غوطه د سيمې په ګډون پر روانو چارو باندې بحث او خبرې اترې وشوې.
اردوغان په سوريه كې د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا لخوا د اوربند د پرېكړې په اړه وويل چې په سيمه كې د اوربند د عملي كولو په موخه بايد د روسيې، ايران او تركيې هېوادونه په ګډه كار وكړي.
د اردوغان په وينا په ختيځه غوطه كې بايد بشري تراژيدي ډېر ژر پاى ته ورسيږي او سيمې ته مرستې ورسول شي. ددې لپاره د اوربند د پرېكړې عملي كول شرط ديز
ټاكل شوې ده چې اردوغان او روحاني به د اپرېل په مياشت كې په استانبول كې د دواړو هېوادونو په سرمشريزه كې د ګډون پرمهال هم له نږدې ليدنه وكړي.