د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د زیتون څانګې د پوځي عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان په ملګروملتونو سازمان نیوکه وکړه

923745
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د زیتون څانګې د پوځي عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د زیتون څانګې د پوځي عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې وسله وال پوځ  د سوریې د عفرین په سیمه کې  د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې  تر اوسه پورې ۷۰۰ کیلومتره سیمه  د ترهګرو نه  تصفیه کړې  او تر کنټرول لاندې نیولې ده . پدې عملیاتو کې  تر اوسه پورې  ۲۸۷۲ تنه  ترهګر له منځه وړل شوي دي، د ترکیې د وسله وال پوځ  ۴۱ تنه اتلان او د ازادې سوریې د ځواکونو ۱۵۹ تنه  سرتیري  په شهادت رسیدلي دي.

ولسمشر اردوغان  په ختیځه غوطه کې  د اسد د رژیم   قتل عام ته په اشارې سره د ملګروملتونو سازمان پر خلاف سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ملګروملتونو سازمان  د سوریې په اړه پریکړه کوي خو عمل پرې نه کیږي. ستاسې داسې  بې عمله  پریکړې دې په سیند لاهو شي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند اونیزې غونډې ته وکړې.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې  افریقا ته د خپل سفر په اړه هم  معلومات ورکړل. ولسمشر اردوغان وویل  افریقايي هیوادونو  د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د شوي کودتا په برخه کې د ترکیې نه  ډیر قوي ملاتړ ښکاره کړی دی. همداشان دې هیوادونو ته  د سفر پر مهال مو یو بل حقیقت  تر سترګو شو چې هغه هم  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا په افریقا کې ترکیې د وخت ضایع کول  دي. ترکیه  د تیکا اژانس  او  ترکیې بورسونو سره   د افریقا  قارې سره  مرستو ته دوام ورکړو. د افریقا سره به د پوهنې نه نیولې تر کرنۍ  او روغتیا پورې په هره برخه کې مرستو ته دوام ورکړو.

ولسمشر اردوغان د سوریې د عفرین په سیمه کې  روانو پوځي عملیاتو ته په اشارې سره وویل ، پدې عملیاتو کې  د ترکیې د پوځ  ۴۱ تنه  او د ازادې سوریې ۱۵۹ تنه  سرتیري په شهادت رسیدلي دي او ۲۸۷۲ تنه ترهګر  له منځه تللي دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې وسله وال ځواکونه خپل یو څاڅکې  د وینې هم  عبس  نه تویوي. هغوې  ددې هیواد ، وطن  ، خاورې او بیرغ په خاطر  خپلې وینې تویوي. خو  ددوې په مقابل کې  هغه  ترهګر جنګیږي د هغوې هدف  څه دی؟ حتا پدې هم  نه پوهیږي چې د چا لپاره خدمت کوي او د چا لپاره جنګیږي. هغوې  پدې جګړه کې مرداریږي.  

ولسمشر  اردوغان وویل چې  د ترکیې میړانه وسله والو ځواکونو  په عفرین کې د عملیاتو سره  د ترکیې د پولو سره  د ترهګرو هر ډول اړیکې پرې کړي دي. اوس   عفرین ښار په مرکز کې  د ترهګر د ځالو د لمنځه وړو وار رارسیدلی دی .

هغه وویل چې  ترکیه  دا مبارزه  د خپل ملي امنیت  او سوري او عراقي ورونو  لپاره کوي. د همدې عملیاتو سره  د هیواد په دننه او بهر کې  د ترکیې حقیقي  دوستان او دښمنان  هم  ښکاره شول.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل « تاسې وګورۍ  امریکا  ۱۷ کاله کیږي  چې په افغانستان کې  عملیات کوي او په عراق کې  تر ۱۸ کلونو هم  ډیر کیږي. هیچا دا ونه ویل چې ای امریکا  ته په افغانستان کې څه کوې؟ هغوې  د افغانستان سره  ګډه پوله هم  نلري. د لسګونو زره کیلومتره لرې سیمې نه راغلي دي او هلته ځای په ځای شوي دي. ترکیه خو  د سوریې سره  ګډه پوله لري. د سوریې نه ترکیې ته  ګواښونه مخامخ  دي. هره ورځ به  د سوریې سره په پوله کې په پرتو سیمو  راکټي بریدونه کیدل . زمونږ  د هیوادوالو  ژوند يي  تریخ کړی وو.

ترکیه  مجبوره  وه  چې دا عملیات ترسره کړي. خو نن ورځ  ځینې برخې  بیا  پدې عملیاتو  نیوکې کوي. وايي  چې دا عملیات  اوږده  شول . لکه څرنګه چې نړۍ شاهده  ده  د سوریې  له لورې ترکیې ته  ستر ګواښونه مخامخ ول. هره ورځ به راکټي بریدونه کیدل. ترهګرو د ترکیې ملي امنیت د ګواښ سره مخامخ کړی وو . 

نن ورځ  امریکا پاڅیږي او مونږ  ته وايي چې  په سوریه کې ستاسې عملیات  اوږده شول. هر څه ژر يي پایته ورسوه. ښه مونږ  ددوېنه پوښتنه کوو چې افغانستان او عراق کې د څو میاشتو په دننه کې عملیات پایته ورسول؟ ۱۷ کاله کیږي. په عراق کې ۱۸ کاله کیږي. 

  ترکیې  د ۷ کلونو راهیسې د څه باندې  دری نیم میلیونو تنو سوري کډوالو  دروند  بار په اوږو اخیستی دی. ترکیه  نن ورځ  دا عملیات د همدې  کډوالو  په خاطر ترسره  کوي.

هغه وویل  ترکیې ددېنه مخکې  هم  په سوریه کې عملیات  ترسره کړي دي. د الباب سیمه  د داعش ترهګرې ډلې نه  تصفیه کړه. زمونږ  عملیات  او هر څه په ډاګه وو.لکه څرنګه چې په تیرو عملیاتو کې ملکي وګړو ته  ځاني زیان ندی رسولی پدې عملیاتو کې هم  ملکي وګړو ته  زیان  نه رسوي. 

زمونږ یواځنۍ  موخه  هغه سیمې چې د ترهګرو لخوا اشغال شوي دي  د ترهګرو نه پاکول  او بیرته  اصلي خاوندانو  ته سپارل دي.

ولسمشر اردوغان  د سوریې په اړه د ملګروملتونو په پریکړو سخته نیوکه وکړه او وویل « د سوریې  په ختیځه غوطه سیمه کې  قتل عام روان  دی. هره ورځ  ماشومان  وژل کیږي. د نړۍ تر سترګو وړاندې  بې ګناه انسانان په قتل رسول کیږي. نړۍ  د ویرې او ډار په مرکز  بدله شوې ده . نن  ورځ په سوریه کې د روانو قتل عامونو  او وژنو  پر وړاندې  ټول  چپه خوله ناست  دي. هیڅوک  غږ  هم  نه اوچتوي. لکه څرنګه چې  د نړۍ  ۱۲۸ هیوادونو  د بیت المقدس  په مسله کې ګډ غبرګون وښود  د ملګروملتونو په سازمان کې  د بې عدالتیو  او د نړۍ  واک  د پنځو هیوادونو لاس ته د غورځیدو په اړه هم  باید  وښايي.

ټولو ته دا ښکاره کړي چې نړۍ د پنځو نه  لویه ده.

مونږ  د ترکیې په توګه  خپل مسئولیت اجرا کوو. خو  که چیرې  هغوې  توپ ، ټانک  او پرمختللې وسلې  ولري  مونږ  الله  لرو ، ایمان  لرو. دا مونږ  ته کافي  دي. ترکیې  د سوریې د عفرین په سیمه کې  د عملیاتو په ترڅ کې  د دښمنانو پلانونه  شنډ  کړل. نن ورځ چې هلته ګورو  زمونږ  پر خلاف  ډیرې لویې لویې دسیسې  جوړې شوې وې.

هغه  برخو چې  ځان  مونږ  ته  دوست او متفق  معرفي کوي  او په دوستۍ او اتفاق ټینګار کوي دوې  مونږ ته  دسیسې  او شوم پلانونه جوړ کړي وو.

نن ورځ په سوریه کې هر سړی  د خپل هدف او ګټې پسې منډې وهي. نن ورځ په سوریه کې  د تیلو پر سر جګړه روانه ده.



اړوند خبرونه