لومړي وزیر د هالنډ د مشرانو جرګې د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود
د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د هالنډ د مشرانو جرګې د تیرې اوونۍ د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د هالنډ د مشرانو جرګې د تیرې اوونۍ د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
لومړي وزیر بنعلي ییلدرم وویل « هغه برخې چې د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو په اړه په ترکیې ناحقه تورونه لګوي او د خپل ځان نه پریکړې کوي لومړی دې په خپل ګریوان کې سر ښکته کړي او د شرم نه ډک خپل تاریخ ته دې لنډه کتنه وکړي. »
لومړي وزیر ییلدرم دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د سوداګرۍ خونې غونډه کې وکړې.
لومړي وزیر ییلدرم وویل چې ترکیه نن ورځ د یو پلو نه د اقتصادي ودې، پرمختګ، د هیوادوالو د ژوند د کچې د لا ښه کولو، ځوانانو او ښځو ته د کاري استخدام د برابرولو په خاطر هلې ځلې کوي او د بل پلوه د هیواد د بقاء لپاره مبارزه کوي.
هغه وویل چې پدې وروستیو کې اتحاد او اتفاق دا مونږ ته وښوده چې ملي اهداف او د هیواد راتلوونکی د هر څه د پاسه دی. ملي اهدافو او روښانه راتلوونکي په خاطر اتحاد او اتفاق شرط دی.
ایا پوهیږۍ چې زمونږ د ملي یووالي او یو موټي کیدو اصلي لامل څه دی؟ بیرغ ، دولت، ملت او ۷۸۰ زره کیلومتره وطن دی.
لومړي وزیر تیره اوونۍ د هالنډ د مشرانو جرګې لخوا د ۱۹۱۵ کلونو اړوند د ارامنه تش په نامه عام وژنې ادعا ګانو د په رسمیت پيژندو د پریکړې په غبرګون کې وویل « نن ورځ هغه برخې چې مونږ ته د درس راکولو هڅه کوي ، زمونږ نه تش په نامه د ارامنه عام وژنې د ادعاګانو د حساب پوښتنه کوي ،لومړی باید په خپل ګریوان کې سر ښکته کړۍ او شرمونو نه ډک خپل تاریخ ته لنډه کتنه وکړۍ. ستاسې تاریخ د عام وژنو او استثمار نه ډګ دی. تاسې لومړی د هغه چټلو اعمالو حساب ورکړۍ، په کلونو کلونو مو د استثمار کړو هیوادونو حساب ورکړۍ، ستاسې لخوا د وژل شوو میلیونونو تنو بې ګناه انسانانو حساب ورکړۍ . وروسته بیا په نورو ناحقه تورونه ولګوۍ او د حساب پوښتنه وکړۍ. »