ترکیې د هالنډ د مشرانو جرګې پریکړه په کلکه توګه وغندله
ترکیې د هالنډ د مشرانو د جرګې لخوا د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه ادعاګانو د په رسمیت پیژندل په کلکه توګه وغندل.
ترکیې د هالنډ د مشرانو د جرګې لخوا د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه ادعاګانو د په رسمیت پیژندل په کلکه توګه وغندل. ترکیې ویلي دي چې د هالنډ د مشرانو د جرګې دا پریکړه زمونږ لپاره د ذرې په اندازه ارزښت او حکم نلري.
د ترکیې د اروپايي ټولنې د چارو وزیر او ټولنې سره د غړیتوب په مذاکراتو کې سرمرکچي عمر چیلیک د هالنډ د مشرانو جرګې ددې پریکړې په اړه ارزونې وکړې.
هغه د هالنډ د مشرانو د جرګې دا پریکړه په کلکو ټکو وغنده او وویل چې دا پریکړې د ترکیې لپاره د ذرې په اندازه قانوني بڼه او حکم نلري.
هغه زیاته کړه « مونږ هیله کوله چې هالنډ چې په ۱۹۹۵ کال کې د سربینیتسا د عام وژنې لومړی لمبر مسئول دی ، تر وروستۍ درجې غلط ګامونه اوچت کړي وو او ډیرې خطاګانې کړې وې پدې مسله کې به د ډیر دقت نه کار واخلي. خو له بده مرغه چې دا هیواد اوس هم غلطو ګامونو اوچتولو ته دوام ورکوي.
د همدې امله د هالنډ د مشرانو د جرګې پریکړه د ترکیې لپاره د ذرې په اندازه قانوني بڼه او حکم نلري. »
هغه زیاته کړه چې هالنډ په اصل کې د ۱۹۱۵ کلونو اړوند د ارامنه ادعاګانو د په رسمیت پیژندو سره ارمنستان لا انزوا پر لورې ټیل وهلی دی.
وزیر چیلیک وویل چې په ۱۹۹۵ کال د جولای په میاشت کې د سربینیتسا د عام وژنې پر مهال صربي ځواکونو د پنځو ورځو په دننه کې ۸ زره ۳۷۲ تنه بې ګناه انسانان په قتل ورسول. په سلګونو تنو ښځو او کوچینو نجونو يي جنسي تیري وکړل. د یو ورځ په دننه کې تر شلو زرو تنو ډیر بې ګناه انسانان د خپل کور کلي او وطن نه شړولو ته اړ کړل. دا ټول د هالنډي سوله ساتو ځواکونو د سترګو پر وړانډې ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړه په زرګونو تنه بې ګناه انسانان چې د صربي ځواکونو د ظلمونو نه تښتدلي وو د ملګروملتونو سازمان لخوا د امن د سیمې په توګه اعلان شوې د سربینیتسا په سیمه کې ځای په ځای کړې شول او د امنیت مسئولیت يي ۴۰۰ تنو سوله ساتو هالنډي ځواکونو ته ورکړ شو. خو هالنډي ځواکونو دا د امن سیمه د جولای په ۱۱ مه نیټه د صربي ځواکونو قاتل قومندان ته چې د صرب قصاب په نامه هم مشهور وو په روغ لاس تسلیم کړه.
صرب قاتل قومندان پدې سیمه کې د ۱۲ کلونو نه لوړ عمر لرونکي ټول نارینه جلا کړل او د وژلو په خاطر يي بلې سیمې ته واستول. په سلګونو ښځو او کوچنیو نجونو باندې جنسي تیری وکړ. ددې قتل عام او بشري تراژیدۍ یواځنی مسئول هالنډي ځواکونه ول.