د زيتون د څانګې په عملياتو كې ۳ تركي سرتېرې شهيدان شول.

د سوريې په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي پر وړاندې د زيتون د څانګې د عملياتو پر مهال دريم سرتېرى هم شهيد شو.

895546
د زيتون د څانګې په عملياتو كې ۳ تركي سرتېرې شهيدان شول.

 

د سوريې په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي پر وړاندې د زيتون د څانګې د عملياتو پر مهال دريم سرتېرى هم شهيد شو.

پدې عملياتو كې د وسله وال پوځ د كوماندو د ځواكونو يو تن سرتېرى محمد مراد داغې نن ماښاما په نښته كې شهيد شو.

مرادداغي چې نن سهار د سوريې د عفرين په سيمه كې د ترهګرو سره په نښته كې ټپي شوى و، په روغتون كې په شهادت ورسېد.

د زيتون د څانګې د عملياتو پر مهال دوه تنه نور سرتيري اغوز كاآن اوستا او موسى اوزآلكان هم شهيدان شوي ول.

دا په داسې حال كې ده چې په عفرين كې د ترهګرو لخوا د تركيې پر خاوره دوه توغندي وتوغول شو چې د هېواد په سوېل كې د ختاى د ولايت په مربوطاتو كې لګېدلي دي. ددې توغنديو له امله چاته مالي او يا ځاني زيان نه دى رسېدلى.



اړوند خبرونه