ترهګرو ۸ تنه ترکي سرتیري شهیدان کړل.
ترکي سرتیرو د خپلو وینو په بدل ترهګرو ته ترکیې ته د تیریدو اجازه ورنکړه
ترهګرو ۸ تنه ترکي سرتیري شهیدان کړل.
د ترکیې د حقاري ولایت د شیمدینلي په ولسوالۍ کې ترهګرو د باران د اورښت او ډیر زیات غبار نه په استفادې سره ترکیې ته راتیریدو هڅه وکړه.
د ترکیې وسله والو ځواکونو سمدلاسه په ترهګرو ډزې وکړې چې نښته پیل شوه.
په نښته کې ۸ تنه ترکي سرتیري په شهادت ورسیدل او ټول ترهګر له منځه یوړل شول.
په نښته کې د شهید شوو ۸ تنو سرتیرو جنازې د حقاري ولایت د یوکسک قوا د ولسوالۍ دولتي روغتون ته انتقال شوي دي.
د سیمې نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې ترهګرو د باران د اورښت او د ډیر سخت غبار نه په استفادې سره ترکیې ته راننوتلو هڅه کوله.
په سیمه کې د لید کچه تر یو متره هم راټیټه ده.
د غبار له امله څوک خپله مخه هم نشي لیدلې.
د ترکیې لوی درستیزوالۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې « نن د پنجشنبې ورځ د نوامبر په دویمه د پ ک ک ترهګرې ډلې جنګیالیو چې د حقاري ولایت د شیمدینلي په ولسوالۍ کې د عراق نه ترکېې ته د راتیریدو هڅه کوله د امینتي ځواکونو د سخت مقامت سره مخامخ شول.
د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته وشوه چې په ترڅ کې ۸ تنه سرتیري په شهادت .
په نښته کې ۵ واړه ترهګر وژل شوي دي. همداشان په سیمه کې د پراخو عملیاتو د پیلدیو نه هم خبر ورکړ شوی دی .
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.